اسلام آباد 08 فروري (اے پي پي) د پارلماني چارو وزير مملکت علي محمد خان وئيلي دي اپوزيشن خپل سياست لپاره د هېواد مفاد په داٶ لګولے ٬ په هېواد كښې صدارتي نظام نه دے راروان٬ دوي چې څومره تېښته كول غواړي ځي دې٬ يو ورځ به ورله راستنېدل وي۔ د نهې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان په چين كښې تود هركلے شوے ٬ د سعودي داخله وزير هم د پاكستان دوره كړې ، وزيراعظم د روسيه او نورو مهمو هېوادونو دوره هم كونكے دے٬ ګردې نړۍ پاكستان ته سترګې نيولي٬ چين زمونږ آئرن برادر دے، د کرونا وائرس وباء له امله هلته احتياطي تدبيرونه اختيار كړې شوې وو، ده ووئېل د وزيراعظم چې كله د چين مشرانو سره ملاقاتونه كېدل نو ځينو خلقو دلته د دوه ټكو سياست كولو او ځېني خبريالانو هم دوي مخ په وړاندې بوتلل ۔ ده ووئيل دا مهال يوه بيانه هند څخه هم خپرېده او د پاکستان او چين په ضد پروپېګنډه كېده٬ اپوزيسن په دې حالاتو كښې خپل سياست لپاره د هېواد مفاد په داٶ لګولے۔ ده ووئيل پاك چين اړيكې او زمونږ امنيت ټينګ دے٬ تركيه٬ ماليزيا٬ ايران او سعودي سره زمونږ اړيكې مستحكمې دي، پاکستان يو رامخئ ته كېدونكے قوت دے٬ ټولې نړۍ پاكستان ته سترګې نيولي۔ ده ووئيل مولانا فضل الرحمن 19 كاله د كشمير كمېټۍ چيئرمېن په توګه هېڅ نه دي كړي او شهريار افريدي په يو نيم كال كښې د كشمير مسئله ګردې نړۍ ته رامخئ ته كړې ، ده ووئېل وزيراعظم عمران خان چې كوم اقدامات كوي د ھغې په سبب مولانا فضل الرحمن فكرمند شوے چې زما د سياست به څه كېږي۔ ده ووئيل ګرد هېواد كښې اولس ته د درملنو آسانيو لپاره صحت كارډ وركړے كېږي٬ په لاړكانه كښې به هم صحت كارډ وېشو٬ ده ووئيل په كال 2023 كښې به يو ځل بيا د تحريك انصاف حكومت راځي