د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه په مشرۍ كښې د كور كمانډر غونډه

image

پینډي 09 فروري (اے پي پي)د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه په مشرۍ كښې 47م د كور كمانډر كنفرنس د شورو په ورځ په جي اېچ كيو كښې شوے ۔كنفرنس ته د هېواد د امنيتي صورتحال په خاص توګه په بلوچستان كښې په اوسنو پیښو جامع بريفنګ وركړے شو۔ګډون كوونكي پاكستان عدم استحكام سره د مخ كولو د ناپاك عزائمو مقابلې لپاره د شوو اقداماتو څخه خبر كړے شول۔د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانكې له مخې فورم هغو شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې كومو چې په بلوچستان كښې د ترهه ګرۍ اوسني بريدونه په بهادرۍ په شا تنبولو سره د هېواد دفاع لپاره لازواله قربانۍ وركړي او ترهه ګرو ته يې لويې زيان رسولے ۔سرلښكر د دښمن قواؤ عزائم ناكامه كولو لپاره د فارمېشنز په آپرېشنل تيارو او پخه حفاظتي اقدامات د اطمينان څرګندونه وكړه۔ده ووئيل مونږ د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې يو اوږد سفر كړے ٬وسله والو ځواكونو د قام په ملاتړ د هر ډول ترهه ګرو په ضد كامياب آپرېشنز كړي ۔سرلښكر ووئيل د ترهه ګرو لخوا خپلې بقا لپاره كېدونكې د مايوسۍ وړ هڅې به كاميابۍ ته پرې نه ښودلې شي۔ده ووئيل مونږ به د ترهه ګرو باقيات٬د دوي مرسته كونكي او سهولت كار په هر قيمت ختموو۔سرلښكر ټولو فارمېشنو ته هدايت وكړو چې دوي د بنيادي پوځي تربيې اعلٰی معيار په ځاې ساتلو ته پام وكړي چې دغسې په روايتي/ذيلي روايتي څانګو كښې د كاروائيو موثر نفاذ باوري كړے شي

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں