پاكستان كاروبار او سرمايه كارۍ لپاره زړه راښكونكے مقام جوړولو لپاره د كمپنو د رجسټرېشن طريقه كار لا آسان كړئ۔ د صدر ډاكټر عارف علوي د وېډيو لنك د لارې د آئي ټي څانګې سره تعلق لرونكو پاكستاني نژاد امريكايانو سره غونډه كښې خبرې

image
APP46-090222 ISLAMABAD: February 09 - President Dr. Arif Alvi chairing a meeting with Pakistani-American diaspora in the IT sector, via video link at Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 09 فروري (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي پاكستان دې كاروبار او سرمايه كارۍ لپاره زړه راښكونكے مقام جوړولو لپاره د كمپنو د رجسټرېشن طريقه كار لا آسان كړے شي۔ټول سټيك هولډرز دې د ضابطې كاروائۍ په اړه ستونزې حل كړي او په پاكستان كښې دې د كاروبار خواهش لرونكو غېر ملكي سرمايه كارو ته هر ډول ممكنه آسانې وركړي۔ده دا خبرې د شورو په ورځ د ايوان صدر څخه د وېډيو لنك د لارې د آئي ټي څانګې سره تعلق لرونكو پاكستاني نژاد امريكايانو د غونډې مشري كولو په مهال په خپله وېنا كښې وكړې۔په غونډه كښې د وزيراعظم د تجارت او سرمايه كارۍ صلاحكار عبدالرزاق داؤد٬د سي پېك خاص مرستيال خالد منصور٬د ټي اينډ ټېلي كام وزارت سېكرټري ډاكټر محمد سهيل راجپوت٬د انويسټمنټ بورډ چيئرمېن محمد اظفر احسن٬د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن فارينه مظهر٬سپېشنل ټېكنالوجي زونز اتهارټي چيئرمېن عامر هاشمي٬سېكورټيز اينډ ايكسچېنج كمېشن آف پاكستان ايګزېكټو ډائرېكټرې خالده حبيب او نورو سينئر چارواكو ګډون كولو۔په امريكا كښې د پاكستان سفير ډاكټر اسد مجيد خان او په امريكا كښې مېشته پاكستانيانو پشمول ګڼ شمېر سرمايه كارو او كاروباري خلكو ګډون وكړو۔ده ووئيل د پاكستان آئي سي ټي سېكټر زيات صلاحيتونه لري او دا ضروري ده چې په دې مهمه څانګه كښې د سرمايه كارۍ ډاډګيرنه وكړی شي او په هېواد كښې موجوده موقعې په خاص توګه امريكا كښې مېشته پاكستاني نژاد آئي ټي سرمايه كارو لپاره په ښه ډول رامخې ته كړې شي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشگوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں