د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد سره د اېران د كورنيو چارو وزير ډاكټر احمد وحيدي ملاقات

image

اسلام آباد 14 فروري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي په منطقه كښې تل پاتې امن او د افغان اولس خېر ښېګړې لپاره به پاكستان خپل مثبت كردار ترسره كوي، د پاكستان او اېران خاوره د يو بل په ضد د ترهګرې كارروائيو لپاره نه شي كارولے كېدې. ده دا خبرې د ګل په ورځ د اېران د كورنيو چارو وزير ډاكټر احمد وحيدي سره د ملاقات په مهال وكړې. د كورنيو چارو وزارت لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي د دواړو وزيرانو ترمېنځه ملاقات شوے. د اېراني پلاوي او د كورنيو چارو د وزارت اعلٰی چارواكو ترمېنځه دوه اړخيزه خبرې شوي چې پكښې د سيمه ايزې سلامتيا په صورتحال او په افغانستان كښې د ممكنه انساني الميې پشمول په نورو مهمو چارو خبرې شوي. د ملاقات په مهال د پاكستان او اېران په پوله د فېنسنګ كار په زر ترسره كولو، د غېر قانوني امېګرېشن او د نشه اي توكو د قاچاق مخ نيوي په اړه په بېلا بېلو تجويزونو او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د بنديوانو په تبادله او زائرينو ته په اسانۍ وركولو خبرې وشوې. په دې موقع د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد د مقبوضه كشمير په اړه د پاكستان دريځ په تائيد د اېران مننه وكړه. ده ووئيل د مالي وسيلو د كمي له امله په افغانستان كښې انساني الميه راپېدا كېدې شي، بايد نړۍ د انسانيت په توګه د افغان اولس مرسته وكړي. ده ووئيل په منطقه كښې تل پاتې امن او د افغان اولس خېر ښېګړې لپاره به پاكستان خپل مثبت كردار ترسره كوي، د پاكستان او اېران خاوره د يو بل په ضد د ترهګرې كارروائيو لپاره نه شي كارېدې. شېخ رشيد احمد ووئيل د غېر قانوني انساني امېګرېشن او نشه اي توكيو مخ نيوي لپاره د فېنسنګ كار زر ترسره كول ضروري دي. په دې موقع د اېران د كورنيو چارو وزير ډاكټر احمد وحيدي په پاكستان كښې د ترهګرې د اوسنيو كارروائيو غندنه وكړه او وې وئيل د ترهګرې په اوسنيو پېښو كښې اضافه افسوس ناكه ده چې خاتمې لپاره ئې د شريكې مرستې ضرورت دے. په ترهګرې كښې ككړې ډلې او عناصر د انسانيت دښمنان دي. د اېران د كورنيو چارو وزير ووئيل په پاكستان د ترهګرې بريدونه په اېران د بريدونو برابر ګڼلې شي. ده ووئيل پاكستان او اېران تاريخي پخوانې اړيكې لري. د ملاقات نه پس په جاري اعلاميه كښې واضحه كړې شوې چې د پاكستتان او اېران خاوره د يو بل په ضد د ترهګرې كارروائيو لپاره د كارېدو اجازه نه شي وركړې كېدې، د دواړو هېوادونو ترمېنځه شريكې اړيكې ګڼ اړخيزه كولو لپاره به شريك وركنګ ګروپ تشكيلولې شي. د پاكستان او اېران په پوله به ماركيټونه جوړولې شي، د بارډر ټرمينلز شمېره به زياتولې شي. په دوه اړخيزه خبرو كښې د كورنيو چارو سېكرټري يوسف نسيم كهوكهر پشمول د كورنيو چارو وزارت اعلٰی چارواكو ګډون وكړو.په ملاقات كښې د اېران د 9 كسيز پلاوي مشري د اېران د كورنيو چارو وزير ډاكټر احمد وحيدي كوله.

مضمون کا ماخذ : گنہر نا لوٹیریا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں