كامياب پاكستان پروګرام د مدينې رياست خوب ريښتيا كېدو يوه كړۍ ده٬ د خزانې وفاقي وزير شوكت ترين وېډيو پېغام

image

اسلام آباد۔2مارچ(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير شوكت ترين وئيلي دي پاكستان د مدينې رياست په څير يو اسلامي فلاحي رياست جوړول د وزيراعظم عمران خان خوب دې او كامياب پاكستان پروګرام د دغه خوب ريښتيا كېدو يوه كړۍ ده۔ د شورؤ په ورځ د کامیاب پاکستان پروګرام لاندې د سود نه پاكو قرضو اجرا دستورې په موقعه په خپل وېډيو پېغام كښې د خزانې وزير ووئيل پاكستان د مدينې رياست په څير يو اسلامي فلاحي رياست جوړول د وزيراعظم عمران خان خوب دې۔ اسلامي فلاحي رياست په دوه بنيادي اصولو جوړېدې شي په كومو كښې چې يو د وګړو خېر ښېګړه او دويم د انصاف حاكميت دے۔ هغه ووئيل د دې پروګرام د لارې به ځوانانو ته روزګار او په ښارونو كښې كم آمدن لرونكو كورنيو ته تر 5 لكه روپو د سود نه پاكې قرضې وركولې شي۔ د خزانې وزير ووئيل د ارزانو كورونو جوړولو له به هم قرضې وركولې شي كومې به چې د سود نه پاكې وي۔ هغه ووئيل د كامياب پاكستان پروګرام لاندې حكومت خلكو ته كب نه وركوي بلكې د كب نيولو چل ښائي چې ورسره به هېواد كښې د بې وزلۍ شرح كمولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ دا د وزيراعظم عمران خان يو لويې ګام دې ٬ كامياب پاكستان پروګرام پېل شوې دې او اوس به د دې پروګرام دائره تر ګرد هېواد پراخا كولې شي

مضمون کا ماخذ : sorteios quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں