اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزيرې سينيټر شيري رحمان ماحولياتو لپاره د امريكې خاص صدارتي نمائنده جان كېري سره ټېلي فوني تماس نيولې۔ د ټېلي فوني خبرو په مهال د موسمياتي بدلون په بېلا بېلو موضوعاتو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په دې موقع وفاقي وزېرې جان كېري پاكستان ته د موسمياتي بدلون پحقله د رامخې ته اثراتو او خطرو نه خبر كړو۔ دواړو مشرانو د موسمياتي بدلون مسئلو مخنيوي له په ګډه د كار كولو د خواهش څرګندونه وكړه۔ شېري رحمان د نړيوال ماحولياتي هدونو لپاره د بائيډن انتظاميې د لوظونو ستائنه وكړه او دې د 21مې صدۍ تر ټولو لوي چېلنج مخنيوي لپاره د سينيټر جان کېري د قيادت مننه وكړه