اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي مادر ملت محترمه فاطمه جناح ته د هغې په كاليزه په ښه ډول پيرزوئنې وړاندې كړې دي۔د ايوان صدر پريس ونګ د اړخه د خالي په ورځ جاري شوې بيان له مخې صدر مملكت ووئيل ټول قام مادر ملت ته سلام كوي۔ده ووئيل قائداعظم محمد علي جناح لپاره د مادر ملت فاطمه جناح بشپړه حمايت د تحريك پاكستان لپاره د ودي سبب ګرځيدلې۔ صدر مملكت وئويل په سياست كښې د مادر ملت قائدانه كردار پاكستاني ميرمنو لپاره د ډاډ وړ دې۔ صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل مادرِ ملت د خپل ورور محمد علي جناح ناروغۍ په مهال د هغه ښه خيال ساتلې او پاكستان لپاره د هغې خذمات به عمر له ياد ساتلې شي۔