اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د مصر او پاکستان ترمېنځه د شريكو ګټو په ټولو څانګو كښې په خاص توګه د تجارت، سرمايه کارۍ، توان، تعليم او په موسمياتي بدلون كښې د مرستې لا مستحكم كولو لپاره د خپل عزم پخلې كړے دے ۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف دا خبرې د مصر سفير طارق داروګ سره كړې چا چې دوي سره په وزيراعظم آفس كښې ملاقات كلوو۔د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ وزيراعظم د پاکستان او مصر ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې مرستې ته وده وركولو لپاره د هلو ځلو ستائنه وكړه ٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوستۍ اړيكو په ډاګه كولو سره وزيراعظم د پاكستان او مصر ترمېنځه د شريكو ګټو په ټولو څانګو كښې په خاص توګه د تجارت، سرمايه کارۍ، توان، تعليم او په موسمياتي بدلون كښې د مرستې لا مستحكم كولو لپاره د خپل عزم پخلې كړے دے۔ وزيراعظم مصر ته د كوپ-27 د صدر په چوكۍ سنبهالولو مباركي هم وركړه۔ محمد شهباز شريف د ھغه پام د هند لخوا په مقبوضه جمو و كشمير كښې د بشري حقونو سنګين خلاف ورزو پلو وګرځولو۔ ده د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د اړوند قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې د دې شخړې د سوله ايز حل په اهميت زور رواړو۔ په دې موقع د مصر سفير په تود هركلي كولو د وزيراعظم مننه وكړه او ورته ئې د وزيراعظم چوكۍ په سنبهالولو مباركي وركړه۔ ده د مصر د اولس او قيادت لخواهم د نېكو هيلو پېغام ورسولو۔ سفير ووئيل د مصر په قيادت كښې د وزيراعظم په كوپ-27 كښې ګډون ته سترګې په لار يو۔ وزيراعظم شهباز شريف د مصر صدر فتح السېسي لپاره د نيكو هيلو څرګندونه كولو سره ھغه ته د پاكستان دورې بلنه وركړه