د پنجاب ضمني ټاكنو په مهال ټولو حلقو كښې سكيورټي امنيت هائي الرټ ،اوس دې غير د څه ويرې ترهې ووټ كاسټ كړي ۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناءالله خان

image

اسلام آباد 17 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناءالله خان وئيلي دي چې پنجاب كښې ضمني ټاكنو لپاره پولنګ په مهال امن باوري كولو له ټولو حلقو كښې سكيورټي هائي الرټ ده ،سپيځلي ټاكنو لپاره امن باوري كول زمونږ ذمه واري ده د كوم لپاره به چې ټول وسائل كارولې شي،اولس دې غير د څه ويرې ترهې خپل ووت كاسټ كړي۔د اتوار په ورځ جاري شوې بيان كښې ده ووئيل د اليكشن كمېشن په خواست سول آرمډ فورسز ټولو انتخابي حلقو كښې تعينات كړې شوې دي دغسې زيات حساس حلقو كښې سكيورټي فورسز اضافي نفري تعينات كړې شوي۔ده ووئيل رينجرز او فرنټيئر كانسټيبلري نه علاوه د پاك پوځ اهلكار هم انتخاني حلقو كښې د كوئيك ريسپانس فورس په هيڅ فرائض ترسره كوي۔ده ووئيل د كورنيو چارو وزارت كښې مانيټرنګ سيل جوړ شوې دې كوم چې انتخابي حلقو كښې سكيورټي صورت حال پرله پسې نګراني كوي،مانيټرنګ سيل د پنجاب او سندھ صوبائي حكومتونو او سول آرمډ فورسز هيډكوارټر سره تړلې دې۔د كورنيو چارو وزير ووئيل قانون نافذ كونكې ټولې اداري چمتو دي،د كوم هم ايمرجنسي په صورت كښې به د تاخير نه غير ريسپانس كوي۔ده ووئيل ضمني ټاكنو ټولو حلقو كښې د وسلي په نندارتون او ځان سره ساتلو بشپړه بنديز دې ٬ د احكامات په خلاف ورزۍ به په سمدتي توګه د وسلې لائسنس منسوخ كولې شي۔ده ووئيل امنيتي ځواكونه دې په شرخوښو عناصر هم نظر وساتي۔ رانا ثناء الله اولس ته اپيل كړې چې غير د څه ويرې ترهې په ټاكنو كښې خپل ووت كاسټ كړئ، د كومې هم ګيلي په صورت كښې قانون نافذ كونكو ادارو سره رابطه وكړئ،په سدستي توګه به عملدرآمد كېږي۔

مضمون کا ماخذ : números da sorte loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں