لاهور 19 جولائي (اے پي پي)د پاكستان مسلم ليګ(ن)لارښود او وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئېلي دي د عمران خان حكومت په سبب د هېواد د معيشت جنازه وتلې٬حكومت او اتحادي ګودونو پريكړه كړی چې په هېواد كښې ټاكنې به د عمران خان په فشار نه د حكومتي اتحاديانو پريكړې له مخې به كولې شي٬وفاقي حكومت به خپله آئيني موده پوره كوي٬ضمني ټاكنې د مقبوليت پيمانه نه ده٬د (ن)ليګ ووټ بينك زيات شوے٬عمران نيازي ګمراه كونكے او سازشي كس دے٬كله چې د عمران خان د خوښې پريكړې نه كېږي نو وائي چې هېواد به ټوكړې ټوكړی شي٬دا يو سازشي او ذهني رنځور دے٬د دروغو او د هر سازش به په نره مقابله كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د پي ډي اېم او حكومتي مشرانو شريكې غونډې نه پس پرېس كنفرنس ته په وېنا كښې وكړه۔د جمعيت علماﺀ اسلام(ف) اكرم دراني٬د عوامي نېشنل پارټۍ ميا افتخار٬د اېم كيو اېم وسيم اختر٬د جمهوري وطن پارټۍ شاه زين بګټي هم په دې موقع موجود وو۔خواجه سعد رفيق ووئيل د غونډې په مهال اتحادي ګوندونو پريكړه كړې چې وفاقي او صوبائي حكومتونه به خپله آئيني موده پوره كوي٬ضمني ټكانې پرامن او سپيځلې توګه شوي٬مونږ د ماتې په تسليم كولو نوے روايت رقم كړےاو هم دا د جمهوريت ښكلا ده۔ ده ووئېل په ضمني ټاكنو كښې د اسټېبلېشمنټ لخوا غېر جانبدار پاتې كېدل د ستائنې وړ دي۔ده ووئيل د پنجاب ضمني ټاكنو نتيجې بنياد په وفاقي حكومت يا په هېواد كښې د سياست په اړه كوم فرق نه راځي بلكې په كال 2018 كښې دا چوكۍ د پي ټي آئي يا د آزاد كانديد وې٬مسلم ليګ(ن)او اتحادي ګوندونو بيا هم په 5 چوكو ګټه ترلاسه كړې٬ ده ووئېل د پنجاب ضمني ټاكنې د مقبوليت پېمانه نه ده۔وفاقي وزير ووئيل عمران خان د سازش له مخې په اقتدار كښې راغلے٬دا بچه جمهورا ؤ چې په سبب يې د هېواد معيشت ديواليه شو٬خو مونږ ټولو جمهوري ګوندونو په ګډه دا طوفان نه يوازې قابو كړو بلكې دا به په شا تمبوو۔خواجه سعد رفيق ووئيل د دروغو او سازش به په نره مقابله كولې شي٬ټولو صوبائي حكومتونو ته حق ترلاسه دے چې هغوي خپله آئيني موده پوره كړي٬د نظريه ضرورت له مخې پريكړې كول نه دي پكار٬ ده ووئېل د كلونو څخه زيرالتوا فارن فنډنګ كيس پريكړه كول پكارده٬زمونږ ووټ بنك زمونږ سره دے٬څوك دې هم په غلط فهمۍ كښې پاتې نه شي۔ده ووئيل دا كس آئين سره جنګ غواړي٬په 63 اے مونږ تحفظات لرو۔ده ووئيل د حكومت سنبهالولو پريكړه په مجبوۍ كښې شوی ٬ دا د ګلونو ګلدسته نه ده٬هېواد د ديواليه كېدو څخه بچ كولو لپاره مشكل ټاسك اخستے شوے ۔خواجه سعد رفيق ووئيل عمران خان ته وزيراعظم٬چيف جسټس او د پاك پوځ سرلښكر او په هره لويه چوكۍ ناست كس د خپلې خوښې پكار دے خو داسې نشي كېدې ځكه چې مونږ جمهوري خلق يو او د هغه لاره به نيولې شي څنګه چې مو په تېر وخت كښې نيولې وه ۔ده ووئيل عمران خان چې په كوم ډول په سوشل مېډيا پیسه خرڅ كوي٬حكومت به د هغې پلټنې كوي او معلومولې به شي چې دا پيسه د كوم ځاې څخه راغلې او دا په كومه ايجنډا خرڅ كېږي۔په دې موقع نورو مشرانو هم وېناګانې وكړې