د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله سره د اټلي سفير اندريس فيراريس ملاقات

image
APP53-280722 ISLAMABAD: July 28 – Ambassador of Italy His Excellency Andreas Ferrarese called on Interior Minister Rana Sana Ullah. APP

اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله سره د اټلي سفير اندريس فيراريس ملاقات كړے۔د ملاقات په مهال د دوه اړخيزه اړيكو پشمول د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكو ته ودې وركولو٬امنيت او د اميګرېشن په حقله په مرسته د خيالاتو څرګندونه شوې۔د ملاقات په مهال پاكستان څخه اټاليې لپاره غېر قانوني اميګرېشن او بشري قاچاق مخ نيوي په حقله په بېلو وړاندېزونو خبرې شوي۔وفاقي وزير ووئيل غېر قانوني اميګرېشن او د بشري قاچاق مخ نيوے د دواړو هېوادونو شريك هدف دے۔ده ووئيل اټاليه كښې موجود پاكستانيان د شريكو اړيكو په قوي كولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔د اټاليه سفير ووئيل پاكستان او اټلي خپلو كښې د سفارتي اړيكو په 75 كاله پوره كېدو د خوشحاله څرګندونه كوي۔ده ووئيل غېر قانوني اميګرېشن او د بشري قاچاق مخ نيوي په اړه د پاكستان اقدامات د ستائنې وړ دي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے لائیو نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں