اسلام آباد 02 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي بلوچستان كښې د بارانونو كړې تباهي د بيانولو نه ده٬ د ځپليو تر آباد كارۍ به په قلاره نه كېښنو ٬ ټول قام دې د بلوچستان سېلاب ځپليو وروڼو خوېندو مرستې لپاره راوړاندې شي٬ د نهې په ورځ خپل ټويټ كښې ده ووئيل د حكومت ټولو ادارو ضرورتونو تر مخه د رېسكيو او ريليف عمليات ګړندي كړې دي٬ مونږ به تر ھغه وخت په قلاره نه كېښنو تر څو چې د ځپليو بشپړه آباد كاري نه وي شوې۔ وزيراعظم ووئيل د سېلاب له امله د رامخې ته ستونزمند صورتحال مقابلې لپاره په يو شمېر محاذونو كار كوٶ٬ چيلنج يقيناً ده چې لوي دے خو د دې لاره نيولو لپاره زمونږ عزم د دې نه هم زيات قوي دے٬ زه ټول قام ته اپيل كوم چې راوړاندې شئ او د ستونزو سره د مخ شوو وروڼو خوېندو مرسته وكړي٬ زه په رېسکيو او ريليف آپريشن كښې په بشپړه كردار لوبولو د بلوچستان وزيراعلٍې ،صوبائي انتظاميې، اين ډي ايم اے او د پاكستانو ځواكونو په خاص توګه مننه كوم