اسلام آباد 02 اګست (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي د پي ټي آئي په ممنوعه فنډنګ كيس كښې د الېكشن كمېشن پريكړه په عمران خان فرد جرم دے۔د ګل په ورځ په خپل يو ټوېټ كښې وزيراعظم ووئيل د پي ټي آئي فارن فنډنګ كيس كښې د ټاكنو كمېشن پريكړې په عمران خان فرد جرم عائد كړے چې هغه د د دروغو بيان حلفي جمع كړی او غېر قانوني او د غېر ملكي فنډنګ به ترلاسه كولو ئې د پاكستان د آئين خلاف ورزي كړی۔ده ووئيل هغه يو ځل بيا دروغجن سړے ثابت شو۔قام له د غېر ملكي فنډنګ اغستو په سياسي اثرات غور كول پكار دي