د ممنوعه فنډنګ کېس پرېكړه په عمران خان او پي ټي آئي فرد جرم دے۔ د پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمن د اتحادي ګوندونو غونډې نه پس پرېس كنفرنس

image

اسلام آباد 03 اګست (اے پي پي) د پاکستان ډيمو کريټک موومنټ (پي ډي اېم) مشر مولانا فضل الرحمن وئيلي دي د ممنوعه فنډنګ کېس پرېكړه په عمران خان او پي ټي آئي فرد جرم دے چې دا ترې ثابته شوې پي ټي آئي ته فارن فنډنګ شوے ، اوس به د آئين او قانون له مخې كاروائي كولې شي۔ د پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمن د اتحادي ګوندونو مشتركه غونډې نه پس پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې ووئيل د پي ټي آئي نور مشران دې ونيولے شي او دوي څخه دې د كړو جرائمو نور تفصيلات واخستلے شي٬ مسئله د رياست د بقاء ده،د رياست او خاورې د دفاع جذبه لرونكې ټولې ادارې او قوتونه دې په ګډھ د هېواد د بقاء جنګ وكړي او دغسې به جرائم پېشه كسان به د عبرت نشانونه جوړ كړے شي۔ مولانا فضل الرحمن ووئيل عمران خان پنځه كاله الېكشن كمېشن او 22 كاله قام او نوي كول ته دروغ وئيل او چې كله په عملي توګه په حكومت كښې راغلو نه د پاكستان د تاريخ يو نااهل ترين واكمن ثابت شو۔ مولانا فضل الرحمن ووئيل يواځې عمران خان نه بلكې ټول ګوند مجرم دے٬ دوي ټول په دې جرم كښې شريك دي٬ ټول سياسي ګوندونه اوس دا مطالبه كوي چې كه عمران خان وې يا د دوي صدر عارف علوي وي په سمدستي توګه ورله استعفي وركول پكار دي۔ ده ووئيل اوس دا ټوله ملبه پخپلو مړو ملګرو د اچولو هڅې روانې دي او دا يو ناوړه سازش دے۔ مولانا فضل الرحمن ووئيل د پي ټي آئي نورو مشرانو څخه دې د جرائمو لا تفصيلات واخستلے شي٬ مسئله د رياست د بقاء ده،د رياست او خاورې د دفاع جذبه لرونكې ټولې ادارې او قوتونه دې په ګډه د هېواد د بقاء جنګ وكړي او دغسې جرائم پېشه كسان دې د عبرت نشانونه جوړ كړے شي

مضمون کا ماخذ : لاٹوفاسیل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں