اسلام آباد 14 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې د حقيقي آزادۍ مطلب لوږې تندې او غربت څخه آزادي ده٬ د معاشي خپلواكۍ نه غېر زمونږ آزادي نامكمل ده۔ د اتوار په ورځ خپل ټويټ كښې ده ووئيل پاكستان جوړېدل يوه معجزه ده او د شلمې پېړۍ تر ټولو لوے پېشرفت دے كوم چې د قائداعظم د فعاله قيادت او قربانيو په په سبب ممكن شوې۔ وزيراعظم ووئيل كله چې مونږ په خوارۍ د ترلاسه شوې آزادۍ 75م جشن لمانځو٬ بايد مونږ غور او فكر وكړو چې مونږ تر اوسه دا خوب په بشپړه توګه نه دې ترسره شوې كوم زمونږ مشرانو ليدلې ٶ٬ په دې كښې ں سماجي و اقتصادي انصاف، د قانون حکمراني او مساوات او د مساوي معاشرے خواب شامل ٶ۔ ده ووئيل زمونږ د ټولو نه لوے طاقت زمونږ خلق دي٬ اوس وخت راغلے دې چې د اولسي پاليسو محور د دوي په خېرښګړې پكار دے