اسلام آباد 23 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف سېلاب ځپليو لپاره د مرستې اپيل كولو كښې وئيلي دي په بلوچستان او سندھ كښې د قيامت صغرې منظر رامخې ته دے، حکومت د سېلاب ځپلو مرستې او بحالۍ لپاره شپه او ورځ كار كوي ٬ ځپلو لپاره ټرېلين روپو ته اړتيا ده، قام دې ځپلو وروڼو لپاره د زړه د كومي عطيات وركړي۔ د نهې په ورځ وزيراعظم محمد شهباز شريف قام څخه د سېلاب ځپليو مرستې لپاره اپيل كړے٬ خپل پېغام كښې وزيراعظم وئيلي دي په هېواد كښې د بارانونو 30 كلنه رېكارډ ماتېدو سره په خاص توګه بلوچستان او سندھ كښې د تباهۍ او قيامت صغرٰي منظر دے٬ د سلګونو په شمېره خلق د خپلو خپلوانو نه جدا شوي او دوي ئې غمژن پرېښودي٬ د سلګونو په شمېر د ژوبل شوو صحت لپاره لاس په دعا يو٬ په لويه شمېره خلق بې كوره شوي، څاروي، فصلونه ، باغونه او املاك ته زيان رسېدلے٬ صوبائي حکومتونه، وفاقي او صوبائي ادارې او وسله وال ځواكونه په ګده شپه او ورځ كار كوٶ٬ ده ووئېل په مجموعي توګه 37.2 اربه روپۍ سېلاب ځپليو ته وركوٶ٬ په سمدستي توګه 5 اربه روپۍ اېن ډي اېم اے ته جاري كړې شوي دغسې چې د رېسکيو، ريليف او د بحالۍ اقدامات ګړندي شي٬ د هر حق رسېدلي كورنۍ ته به لس لكه٬ ژوبل شوو ٬ د غورځېدلو كورونو او د نورو زيانونو زرتلافۍ نه علاوه ځپليو ته به 25 زره روپۍ نغدې وركولې شي او دې لپاره 80 اربه روپو نه زياتې پكار دي ٬ ده ووئېل ټرېلين روپۍ د زيانونو او د ځپلو بحالۍ لپاره هم ټرېلين روپو ته اړتيا ده٬ دا هر څه كول زمونږ فرض دي كوم چې مونږ په محنت٬ ديانتدارۍ سره كوٶ٬ ده ووئېل د پولونو او سړكونو بهېدو نه پس د چورلكو مرسته اخستلې كېږي٬ اولس سره د مينې او د مرستې په هلو ځلو كښې د پاك پوځ ځوانانو د ځانونو په قربانۍ مثال قائم كړے ۔ په كال 2005 كښې د زلزلې او په كال 2010 كښې د سېلاب په موقع هم اولس او ادارو د ځپليو پاكستانيانو لپاره د ايثار او قربانۍ هم په داسې عظيمه جذبه په نړۍ كښې مثال جوړ كړے٬ ده ووئېل ټول قام دې زمونږ مټې قوي كړي نو مونږ د دې نه په زيات رفتار د ځپلو مرستې او بحالۍ كښې كاميابېدې شو٬ په ايثار او د قرباني په جذبه كښې زمونږ قام په نړۍ كښې تر ټولو وړاندې دے٬ زه تاسو ته د مرستې خواست كوم٬۔ وزيراعظم ووئېل د آقا کريم صلي الله عليه وسلم نه زيات زمونږ لپاره هېڅوك مثال نشي ګرځېدے ٬ د چا په مينه چې انصارو د مصيبت زده وروڼو ډرډ خپل ګڼرلے ٶ٬ د سېلاب ځپلو مرستې لپاره په جوړ كړي فنډ كښې د زړه د كومي عطيات جمع كړې ٬ راځئ! چې د ځپليو وروڼو لكه د انصار مدينه مرسته وكړو ٬ چې د آخرت په سخت وخت كښې لوي څښتن په مونږ خپل رحم وكړي