وزيراعظم محمد شهباز شريف د سېلاب ځپليو سيمو جاج اخستو لپاره سكهر ته ورسېد

image
APP29-260822 SUKKUR: August 26 - Foreign Minister Bilawal Bhutto Zardari receives Prime Minister Shehbaz Sharif upon his arrival to visit flood affected areas. APP

اسلام آباد 26 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د سندھ د سېلاب ځپليو سيمو د صورتحال جاج اخستو لپاره سكهر ته رسېدلے دے ۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم په سندھ صوبه كښې د سكهر٬روهړي٬خيرپور٬فيض ګنج٬كوټ ډيجي او د ټهري ميرواه د سېلاب ځپليو سيمو فضائي دورې او د ځپليو د مرستې او د بحالۍ چارو جاج اخستو لپاره سكهر ته رسېدلے دے ۔سكهر ته په رسېدو خارجه وزير بلاول بهټو زرداري٬د اوبو وسيلو وفاقي وزير سيد خورشيد شاه او د سندھ وزيراعلٰی سيد مراد علي شاه په بېګم نصرت بهټو هوائي اډه د وزيراعظم هركلے كړے

مضمون کا ماخذ : پنجاب لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں