د نړيوالو تنظيمونو او مالي ادارو لخوا سېلاب ځپليو لپاره د 50 كروړه ډالرو نه د زياتې مرستې اعلان

image

اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي)د وزيراعظم محمد شهباز شريف په خواست نړيوالو تنظيمونو او مالياتي ادارو د سېلاب ځپليو مرستې لپاره د 50 كروړه ډالرو نه د زياتې مرستې اعلان كړې۔د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې لخوا د زيارت په ورځ جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د نړيوالو شراكتدارو مهمه غونډه د اقتصادي چارو په ډويژڼ كښې وشوه۔په غونډه كښې د نړيوال بانك كنټري ډائرېكټر ناجے بنحسين وزيراعظم د نړيوال بانك لخوا د 350 ملين ډالرو د فوري مرستې څخه خبر كړو۔ده د وزيراعظم د فلډ رېليف كېش پروګرام ستائنه وكړه۔نړيوال بانك به دا مرسته د روانې اونۍ تر آخر وركوي۔د دې نه علاوه د انفراسټركچر بحالۍ لپاره به جامع منصوبه بندي د نړيوال بانك لخوا په مرسته كولې شي۔د ملګرو ملتونو د خوراك نړيوال پروګرام هم د سېلاب ځپليو مرستې لپاره د 110 ملين ډالرو اعلان كړے۔اېشين ډوېلپمنټ بانك د 20 ملين ډالرو او يو كے ايډ د 1.5 ملين پاؤنډ د سمدستي مرستې اعلان كړے۔د دې نه علاوه يو كے اېډ د سېلاب ځپليو بحالۍ لپاره د مينځنۍ او اوږدې مودې پروژو لپاره د 38 ملين پاؤنډ اعلان هم كړے۔د نړيوالو تنظيمونو استازو د وزيراعظم شهباز شريف لخوا د سېلاب ځپليو د فوري بحالۍ په اقدامات د باور څرګندونه كړې۔وزيراعظم وئېلي دي د نړيوالو تنظيمونو او ادارو لخوا د پاكستانيانو د مرستې د اقدام هركلے كوو۔حكومت د ځپليو فوري رېسكيو او بحالۍ لپاره خپلې ټولې وسيلې كاروي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپلی کیشنز کے فوائد
متعلقہ مضامین
مزید خبریں