په دې سخت وخت كښې به كوم ځپلے يواځې نه پاتې كېږي ۔د خواجه سعد رفيق او قمر زمان كائره خبري كنفرنس ته وېنا

image

اسلام آباد 31 اګست (اے پي پي)د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق او د وزيراعظم صلاحكار قمرزمان كائره وئېلي دي بايد د سېلاب ځپليو بحالۍ لپاره ټول په ګډه كار وكړي۔په دې سخت وخت كښې به ټول صوبائي حكومتونه ځان سره مخ په وړاندې بوځو٬په دې سخت وخت كښې به كوم ځپلے يواځې نه پاتې كېږي ٬دا وخت د سياسي جګړې نه بلكې د اولس د مرستې دے۔د تركيې څخه به څلور رېل ګاډي د مرستې سامان راځي٬آئي اېم اېف د مرستې داسې ژندره ده چې يو ځل پرانستلې شي نو نورې ادارې به هم مرسته وكړي٬د سړكونو ماتېدو په وجه د مرستې سامان په رسولو كښې ستونزې رامخې ته كېږي٬پاك پوځ په هر سخت وخت كښې د خپلو وطن والو مرسته كړې٬ټوله حكومتي مشينري د سېلاب ځپليو مرستې لپاره په مېدان كښې ده٬د سېلاب او باران د زيان اندازه لګولې كېږي٬پاكستان د زيان نه بچ كولو لپاره مونږ خپل سياست په داؤ لګولے۔دوي دا خبرې د شورو په ورځ خبري كنفرنس ته په خپله وېنا كښې وكړې۔د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق ووئيل اوسني سېلاب د كال 2010م د سېلاب رېكارډ مات كړے٬د بلوچستان او سندھ سيمې زياتې ځپلې شوي٬د خېبرپښتونخوا او پنجاب حالات هم ښه نه دي٬د پاكستان معاشي بحران سره مخ دے٬په داسې موقع سېلاب د معيشت ملا ماته كړې۔ده ووئيل حكومت او رياستي ادارې د رېسكيو په عملياتو كښې بوښتې دي٬د بحالۍ پړاؤ به د دې نه هم مشكل وي۔ده ووئيل په سېلاب كښې فصلونو او انفراسټركچر ته سخت زيان رسېدلے او په وجه يې د سبزيانو بيعه هم لوړه شوې۔په دې موقع د وزيراعظم د ګلګت بلتستان او كشمير چارو صلاحكار قمرزمان كائره ووئيل حكومت د شهباز شريف په مشرۍ كښې د اولس خېرښېګړې لپاره اقدامات كوي٬مونږ ته خلق وائي چې تاسو ته سياسي زيان رسي٬مونږ وائيو چې مونږ ته دې زيان ورسي خو پاكستان ته دې نه رسي۔قمرزمان كائره ووئيل د ټېليتون يواځې اعلان شوے ؤ ٬ هغه رقم چرته دے٬ده ووئيل عمران خان په غونډو كولو كښې بوښت دے٬وئېلې كېږي چې په نړيواله مرسته كښې ګډوډي كېږي ځكه نړۍ مرسته نه كوي۔ده ووئيل قامي ادارې او پوځ د حكومت برخه دي٬زمونږ ځوانان په سخت وخت كښې د اولس په خذمت بوښت دي او په هر سخت وخت كښې د خپل ځان قربانۍ وركوي۔ده ووئيل د نورو هېوادونو پشمول اېن جي اوز ٬دوست او اسلامي هېوادونه هم د پاكستان مرسته كوي۔په دې مونږ د هغوي مننه كوو۔

مضمون کا ماخذ : apostas dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں