اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) د وسله والو ځواكونو وياند ميجر جنرال بابر افتخار وئيلي دي چې پاك پوځ د رينجرز ، ايف سي، اين ډي ايم اے او نورو ادارو سره په ګډه خذمات ترسره كوي، پاكستان ائير فورس د اړخه ځپليو له خوراك او د ضرورت بنيادي څيزونه وركړې كېږي او پاكستان نيوي 10 زره سيلاب ځپلي ريسكيو كړې دي۔ جي ايچ كيو كښې په 6 ستمبر كيدونكي دستوره منسوخ كړې شوې ده۔د خالي په ورځ پريس كانفرنس ته وينا كښې د آئي ايس پي آر ډي جي ميجر جنرال بابر افتخار ووئيل اوسني بارانونو له امله رامخې ته شوې مسئلې اول څخه پاك پوځ د خپلوخوياندو وروڼو مرستي لپاره ځپليو سيمو كښې تيرو دوه مياشتو راهسې شپه ورځ هلي ځلي كوي۔ د پاك پوځ هر يو سپاهي او آفيسر دا د ډيوټۍ په ځائې يوه پاكه فريضه ګڼلو سره د اولس مسئلو كمولو لپاره چمتو دې۔دا هغه جذبه وه د كومې ترمخه چې تيره مياشت ليفټيننټ جنرال سرفرازعلي، ميجر جنرال امجد حنيف، بريګيډئير محمد خالد، ميجر سعيد احمد، ميجر محمد طلحهٰ منان او نائيك مدثر فياض د بلوچستان لسبيله سيمه (وِندر) كښې سيلاب ځپليو مرستي په مهال د چورلكي په پېښه كښې شهيدان شوې۔ده ووئيل جولائي او اګست كښې د كور كمانډرز كنفرنس كښې هم د سيلاب ځپليو هر ممكن مرستي د عزم پخلې شوې او په دې اړه سرلَښكر خصوصي سپارښتنه كړې۔سرلښكر د سپارښتنې له مخې په دې سخت وخت كښې مونږ اولس يواځي نه پريږدو دې لپاره چې څومره هم هڅو ته اړتيا وي هغه به كولې شي۔ د پوح په كچه كمانډر آرمي ائير ډيفنس كمانډ په مشرۍ كښې آرمي فلډ ريليف كوآرډينيشن سينټر جوړ شوې دې او كمانډر آرمي ائير ډيفنس كمانډ نېشنل فلم رسپانس اينډ كوآرډينيشن د سينټر كوآډينيټر فرائض هم ترسره كوي ۔ ريليف، ريسكيو اينډ ري هيبليټشن ترمخه پاك پوځ سول ايډمنسټريشن، ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټيز او نور فلاحي ادارو سره په ګډه كار كوي۔ده ووئيل سرلښكر سندھ، بلوچستان،خېبر پښتونخوا او پنجاب سيلاب ځپليو سيمو تفصيلي دورے كړې دي او هلته ئې د مرستي روانو كارروائيو جاج هم اخستلې دې۔ سيلاب ځپليو سيمو كښې پاك پوځ ټول فارميشنز او سينئر كمانډرز شته او امدادي كارروائيو كښې بوښت دي۔ميجر جنرال بابر افتخار ووئيل پاك پوځ ايوي ايشن چورلكي پرله پسې ځپليو سيمو كښې هلي ځلي كوي۔ تر اوسه 276 پروازونه بيلو سيمو كښې چلولې شوي۔خراب موسم او نور چيلنجز باوجود پاك پوځ ايوي ايشن پائلټس خپل ځان خطر سره مخ كولو سره نه يواځي وګړي ريسكيو كړې بلكه تر هغوي ئې ضروري ريليف سامان ورسولې دې۔ ده ووئيل كمراټ او كالام كښې هم چې كوم وګړي د سيلاب له امله بيلو سيمو كښې ګهير شوې ؤ هغوي سره رابطه كولو سره هغوي پاك آرمي محفوظ ځايونو ته رسولې دي۔كوم هم هنګامي صورتحال كښې د كے پي كے هيلپ لائن1125دغسې پاتي صوبو لپاره آرمي هيلپ لائن1135 رابطه كيدې شي۔دا مهال ټول هېواد كښې پاك پوځ 147 ريليف كيمپس كښې 50 زره څخه زيات ځپليو له ريليف ورګړې شوې دغسې 250 ميډيكل كيمپس چې پكښې آرمي ډاكټرز، نرسنګ او پيراميډيكس سټاف تر اوسه 83 زره څخه زيات رنځورانو له ويړيا مرسته وركړې ده۔دې نه ځانله سندھ لپاره د آرمي اضافي ميډيكل او ريسكيو انجينئرز هم لېږلې شوې دي۔ ډي جي آئي ايس پي آر ووئيل پاك پوځ د سيلاب ځپليو لپاره د درې ورځو راشن وركړې دې۔ټول هېواد كښې 284 فلډ ريليف كيمپس جوړ شوې دي په دې كښې 2294 ټنه راشن دغسې 311 ټنه څخه زيات ضروري څيزونه او 10لكهه 70زره څخه زيات داروګان د ټول هېواد وګړو راجمع كړې دې۔ ميجر جنرال بابر افتخار ووئيل تر اوسه 1793 ټنه راشن او 277 ټنه نور ضروري سامان ځپليو له ورګړې شوي۔ دې سره سره پاكستان ائيرفورس او نيوي د مرستي ډلي هم په ټول هېواد كښې بشپړه كردار ترسره كوي۔ پاكستان ائيرفورس فضائي هڅې د ستائنې وړ دي چې پكښې سي 130 او چورلكو 135 پروازونو د لارې 1521څخه زيات كسان ريسكيو كړې دي۔ پي اے ايف 41ريليف كيمپس د سيلاب ځپليو مرسته كړې ده او 35 فري ميډيكل كيمپس كښې تر اوسه 16زره څخه زيات رنځورانو له طبي مرسته وركړې شوې ده۔د پاكستان نيوي ايمرجنسي رسپانس ډلي ټول هېواد كښې سيلاب ځپليو مرستي لپاره هلي ځلي كوي۔تر اوسه 55 زره څخه زيات فوډ پيكجز وركړې شوې دي۔پاكستان نيوي تر اوسه تقريباً 10زره ځپلي ريسكيو كړي۔سيلاب ځپليو مرستي لپاره ”آرمي ريليف فنډ اكاؤنټ سيلاب زدګان“ هم جوړ شوې دې چې پكښې د ټول هېواد څخه وګړي د ځپليو مرسته كوي۔د دې جذبې له مخې د پوځ ټول جنرال آفيسرز د خپلي يوې مياشتي تنخا سيلاب ځپليو مرستي لپاره جوړ په دې ايمرجنسي فنډ كښې وركړې ده۔دې نه ځانله نورو افسرانو او ځوانانو هم په رضاكارانه توګه په دې فنډ كښې برخه اخستي ده۔ ده ووئيل تر اوسه سيلاب ځپليو لپاره آرمي ريليف فنډ كښې 417 مليونه روپۍ جمع شوې دي دغسې تيرو 24 ساعتونو په مهال 44 مليونه روپۍ جمع شوې دي۔دې سره سره ملګري هېوادونه هم سرلښكر سره پرله پسې رابطه كښې دي دغسې چې د سيلاب ځپليو هر ممكن مرستي لپاره اقدامات وكړې شي۔ده ووئيل پاك پوځ عمر له د قدرتي آفتونو او غير معمولي حالات كښې د اولس مرستي له هلي ځلي كړې او هم د دې روايات ترمخه سيلاب ځپليو سيمو كښې هر ډول هڅي كېږي او وسائل كارولې كېږي۔