وزيراعظم شهباز شريف مشكل پريكړې كولو سره هېواد د ديواليه كيدو څخه بچ كړې ، معيشت په سم پلو روان شوې او ډيفالټ څخه بچ شوې ، شوكت ترين او د هغه ګوند هېواد ديواليه كول غوښتل۔د خزاني وزير مفتاح اسماعيل

image

كراچۍ 03 ستمبر (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وئيلي دي چې وزيراعظم شهباز شريف مشكل پريكړې كولو سره هېواد د ديواليه كيدو څخه بچ كړې ، معيشت په سم پلو روان شوې او ډيفالټ څخه بچ شوې ، شوكت ترين او د هغه ګوند هېواد ديواليه كول غوښتل ، هغوي له مشوره وركوم چې د هېواد د ګټو په په ضد خبري كول بند كړي،مونږ ته د پاكستان ګټي عزيز دي، عمران خان په خپل څلور كلن دور كښې ريكارډ قرضې اخستي دي ، تجارتي خساره ريكارډ كچې ته رسيدلې او خيرات په نامه روپۍ د سياست لپاره استعمال كړې شوي او قام ته د دروغو نه علاوه نور څه نه دې وئيلي شوې،هېواد كښې د سيلاب صورتحال دې دا وخت د سياست كولو نه دې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورح ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔مفتاح اسماعيل ووئيل د شوكت ترين په خبرو نه پوهېږو بايد هغه د هېواد په ضد خبري كول بند كړي، آئي اېم اېف بورډ غونډي څخه يوه روځ وړاندې هغه د پاكستان د مرستي مخنيوي لپاره ټيليفون كولو او اوس قام ته دروغ وائي ، هغه څخه پوښتنه كوو چې آئي اېم اېف څخه د كال دوه فيصده ټيكس زياتولو او ټيكس ليوي، پټروليم بيعه زياتولو او سبسډي ختمولو لوظنامه هغه نه وه كړې۔ده ووئيل هغه او د هغه ګوند هېواد ديواليه كول غوښتل۔دا وخت په هېواد كښې سيلابي صورتحال دې ، 40 لكهه څخه زياتې كورنۍ ځپلې شوي او وزيراعظم شهباز شريف سيلاب ځپليو له د كورنۍ په سر 25 زره روپو وركولو اعلان كړې مونږ به د دې روپو بندوبست كوو۔

مضمون کا ماخذ : لاتعداد وشال پانڈا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں