امنيتي ځواكونو په درېو جلا جلا كاروائيو كښې 5 ترهه ګر ووژل ٬ يو پوليس اهلكار شهيد

image

پینډي 29 جولائي (اے پي پي)امنيتي ځواكونو په درېو جلا جلا كاروائيو كښې 5 ترهه ګر وژلي دي٬د ترهه ګرو د ډزو له امله يو پوليس اهلكار شهيد شو۔د آئي اېس پي آر له مخې د 28 – 29 جولائي په مهال امنيتي ځواكونو په خېبرپښتونخوا كښې درې جلا جلا عملياتو كښې ټول 5 ترهه ګر ووژل۔مومند ضلع كښې په استخبارتي بنياد شريك عمليات وكړے شول او د فتنه الخوارج قاري پشمول درې ترهه ګر ووژل شول ۔عمليات په مهال د ترهه ګرو اډې هم تباه كړې شوې او د وسلې٬چاودېدونكي توكو ذخيره برآمد كړې شوه ۔د سختو ډزو په نتيجه كښې د كے پي كے پوليس كانسټيبل ابرار حسېن د (صوابۍ)شهيد شو۔ډېره اسماعيل خان ضلع كښې په استخبارتي بنياد په يوه بله كاروائي كښې امنيتي ځواكونو د ترهه ګرو ژالې په غوره ډول په نخښه كړې چې په نتيجه كښې ئې خارجي صفت الله عرف ملا منصور ووژل شو دغسې درې ترهه ګر ژوبل شول۔خارجي صفت الله په 12 دسمبر 2023 درابن كښې ځانمرګي بمي بريد كښې د سهولت كارۍ پشمول سيمه كښې د ترهه ګرۍ په ګڼو كاروائيو كښې ككړ ؤ او د قانون نافذ كونكو ادارو ته ډېر مطلوب ؤ ۔په شمالي وزيرستان كښې په يوه بله كاروائۍ كښې يو خارجي ترهه ګر امنيتي ځواكونو اوژلو۔د آئي اېس پي آر وينا ده د پاكستان امنيتي ځواكونه په پاكستان كښې امن او استحكام باوري كولو لپاره د نورو قانون نافذ كوونكو ادارو سره اوږه په اوږه ولاړ دي او د زمونږ مېړنو ځوانانو قربانۍ زمونږ عزم لا قوي كوي۔

مضمون کا ماخذ : اولمپس کا عروج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں