د اسلامو فوبيا ناوړه اثرات او د دغې د مخ نيوي اقدامات

image

ليك: ډاكټر واحد الله ايوب الازهري
ايډيټنګ او نګران: ډاكټر ضياﺀ الرحمن
اوښيارانو څه ښه وئېلې دي ٬ انسان په مينه پائي ٬ د مينې محبت ٬ سكون او امن نه بغېر د خوشحالۍ ټول اسباب بې معنې او بې تاثيره وي ۔ د زړه د آبادۍ او قرار لپاره دا پورته ذكر شوي لوازمات اګرچه په هر صورت ضروري دي خو د دې نه زيات ضروري څيز پخپل ژوند مطمئنه پاتې كېدو لپاره د يو دين او مذهب د لارې د عرفان تر ښكلا رسېدو له د يوې كاملې عقيدې او د يقين رڼاګانې هم ناګزير دي ٬ځكه په نړۍ كښې لويو لويو هستيو د حق لټون لپاره نه يوازې بېلې لارې چارې خپلې كړي بلكې د مذهبونو وجود موندل هم د دغې تلاش او حقيقت معلومولو په طفېل ممكن شوي ۔ نزدې هر مذهب د حق تعالی معرفت سره د انسانيت په احترام ٬ مساوات ٬ روادارۍ او په امتياز نه كولو زور راوړي او هم دغه د ژوندون فلسفه او محور دے۔ خو د بده مرغه په موجوده جديده نړۍ كښې څه عناصر داسې شته كوم چې د مذهبونو تشريح د خپلې خوښې او كم علمۍ په بنياد كوي او د نادانۍ په سبب د انسانانو تر مينځه د امتياز او نفاق سبب ګرځي ۔ نن سبا هم د دغې ناپوهې ښكار زمونږ اسلام هم دے چې ځېنې عناصر ترې نفرت كوي او د مقدسو هستيو د توهين په بدبخته لار روان شوي او دغې بدبختۍ او طريقې له د اسلاموفوبېا اصطلاح خپله كړې شوې ۔

دا اصطلاح د دوو ټكو نه مركب ده اسلام – فوبيا ۔ په دې كښې اسلام ښكاره ټكے دے چې د سلامتيا معنی لري او هغه دين پلو اشاره ده كوم چې رب العالمين زمونږ لاره خوښ كړے(المائدة: 3) دويم ټكے فوبيا دے كوم چې د xenophobia نه اخستلے شوے او د دې معنی د هر څيز نه يره يا اندېښنه لرل ۔ دا يوه نفسياتي ناروغتيا ده په كومه كښې چې يو نفسياتي رنځور له هر څيز نه يره محسوسوي۔ دا ټكے نور اطلاقات هم لري لكه acrophobia د هر لوړ يا اوچت ځائے نه يرېدل۔ Atarophobia د شور نه يرېدل۔ Doxophobia د رائے د اظهار نه يرېدل۔ Autophobia د تنهائې نه يرېدل۔ فوبيا ټكے چې كله د تېرو څلورو پنځو لسيزو نه د اسلام لپاره وكارولے شو نو مراد ترې دا واخستلے شو چې اسلام يو متعصب دين دے كوم چې غېر مسلمو سره د تشدد رويه لري او دا چې مسلمانان د اسلام په ضد هره خبره او كار مسترد كوي۔ هر څو چې په مسلمانانو كښې هم داسې عناصر شته د كومو په سبب چې د نړۍ ګوتې زمونږ پلو راپورته شوي خو دغه عناصر د خروار نه د مشت برابر دي او د كوم نه چې خپل هم بېزاره دي ۔ دغسې د برنو وضاحتونو او تشريح نه دا برېښې چې دا يوه نفسياتي ناروغتيا يا دماغي كمزوري ده چې انسان ورسره مخ وي خو د بده مرغه دغه ناروغتيا له د ډېرو نادانو خلقو سره ځېنې پوهه او لوستو خلقو هم د يو تحريك يا نظريې شكل وركړو چې اوس ورسره نړۍ د اضطراب ښكار ده٬ د دغه خلقو ترمخه اوس اسلام او مسلمانانو سره دښمني، اسلام او مسلمانانو نه کرکه او خلقو کښی د اسلام او مسلمانانو نه يره ترهه راپېدا كول، د مسلمانانو مثبت اعمال په منفي بدلول او منفي ئې لا په ناوړه شكل وړاندې كولو ته اسلامو فوبيا وئيلې شي او كومه چې د نائن الېون پېښې نه پس په زيات شدت سره رامخې ته شوې ۔ دا په خپل عمومي مفهوم كښې د اسلام او مسلمانانو په اړه هغه منفي تاثراتو ته وئېلې شي كومه چې د لوېديزو هېوادونو د ادب او ابلاغ ذريعو د لارې رامخې ته شوې لكه د مثال په توګه په يو شمېر كتابونو او د ابلاغ په موادو كښې قرآن پاك ته سپك نظر وكړے شو او په ناوړه ټكو د دې ذكر وكړے شو۔ ځېنې مستشرقينو په اسلامي شعائر ٬ اسلامي قوانين ٬ د رحمت العالمين نبي اكرم خاتم النبيين (ص) په سپېځلې ژوند ژواك ٬ اسوه حسنه او په نورو مقدسو هستيو پورې خندا وكړه او دا ئې خپل هدف وګرحول۔ د اسلام د مينې ٬ زغم ٬ امن ٬ ورورولۍ او سولې آفاقي پېغام د نړۍ ګوټ ګوټ ته رسولو لپاره د صحابه كرامو فكري او عملي هلو ځلو ته د خونړو جنګونو شكل وركول او دوي د تورې په زور د اسلام خپرونكي او خپل مخالفين وژونكي ګرځول د اسلاموفوبېا بېل بېل مظاهر دي۔ دغسې ګوانتاناموبے او ابو غرېب زندان كښې قرآن پاك سره د سپكاوي سلوك ٬ په ناروے او سويډن كښې په يوه ښكاره مجمع كښې د قرآن پاك د سوزولو پېښه ٬ په نېوزي لېنډ كښې د جمعې په مونځ ولاړ يو پنځوس كسان وژل ٬ په المان كښی د مروه شيريني د نقاب اچولو له امله په عدالت دننه وژل٬ د ډنمارك په ځينو ورځپاڼو كښې په خاص توګه جېلنډر پوسټن كښې د رسول اكرم (ص) د سپكاوي خاكې شائع كول ٬ په فرانس كښې د يو استاذ زده كوؤنكو ته د پېغمبر اسلام (ص) د بې حرمتۍ خاكې ښودل او په خاص توګه په تېرو څو ورځو كښې هم دغلته د پېغمبر علېه السلام د سپكاوي خاكې د حكومت په سرپرستۍ كښې شائع كېدل او داسې نورې ډېرې پېښې د اسلاموفوبيا عملي څرګندونې دي۔

دلته د تعجب او حيرت خبره دا ده چې دا ناوړه كارونه هغه خلقو وكړل او كوي څوك چې پخپله د يو مذهب او دين اتباع كوونكې دي ۔۔۔۔۔ نه پوهېږم چې څنګه د يو مذهب منونكې راپاسي او په بل مذهب پورې خندا او مسخرې كوي مسلمانان خو ټول پيغمبران نه يوازې خپل ګڼي بلكې د ايمان برخه ئې ګرځوي او دا ځكه چې د عشق٬ مينې او يقين په دنيا كښې نفرتونه او امتياز راپېدا كېدې نشي ؟ بقول د پښتون فلسفي غني خان “د جانان كوڅې له تلل دي د اميد ارمان كېدل دي” كه لارې جدا دي خو منزل يو دے۔او كه داسې نه وي نو يا خو بيا د يقين د سنګرونو كمزورتيا ده او يا بيا بيخي دروغ او مصنوعيت ۔۔۔ځكه شاعر انسانيت رحمان بابا كه يو خوا ځان ژوندے په زمكه د ښخولو خبره كوي نو بلخوا برملا دا مستانه نعره هم وهي:
واړه د خپل ځان په نظر ګوره كه دانا ئې
اے عبدالرحمانه جهان ټول عبدالرحمان دے
دا مهال اسلامو فوبيا يعني د اسلام نه يرې او خوف په لويديزو هېوادونو كښی په خاص توګه او د ګردې نړۍ په غېر اسلامي هېوادونو كښې په عمومي توګه يو خطرناك شكل اختيار كړے۔ په دې لړ كښې لوئيديزې ميډيا پرنټ او الكېټرانك دواړو يو فعاله او نامناسبه كردار لوبولے او خپلې ټولنې ته ئې د اسلام يو ناوړه او خوفناك تصوير وړاندې كړے۔ په پرنټ ميډيا د نائن الېون نه وروستو هره ورځ په لوئيديزو ځېنې ورځپاڼو كښې داسې خبرونه او رپورټس رامخې ته كړے شوي كومو كښې چې د نړۍ د هر يو هېواد مسلمانان د لوئيديزې نړۍ دښمنان او انتها خوښي ښودلے شوي۔ د دغي ورځپاڼو د لارې لوئيدېزې ټولنې ته مسلمانان او اسلام په يو خوفناك شكل د ښودلو سره مسلمانان په نړيواله ټولنه كښې د هر شر ٬ فساد ٬ اړي ګړي او وراني سبب ګرځولے شوي او دا هر څه د څو عناصرو د كم علمۍ او په نړيوال كلي كښې د اړي ګړي راجوړولو تعصب ناكه منصوبه ښكاري ٬ په دغه ناپوهې د فلسطين ٬ مقبوضه كشمير٬ ميانمار او د نړۍ په نورو سيمو كښې د خپلو حقونو لپاره غږ پورته كوؤنكي او د خپل مذهب ٬ خاورې ٬ عزت او ناموس حفاظت كوؤنكي د ترهګرو په شكل وړاندې كړے كېږي او د دغې تر مخه د نړۍ په يو شمېر هېوادونو په خاص توګه چرته چې مسلمانان په اقليت كښې دي په هغوي تشدد ٬ زور ظلم او زياتے وكړے شو۔ د دوي زلمي شهيدان كړے شول۔ مشران ئې زندانونو ته واچولے شول او د مېرمنو ئې سپكاوے وكړے شو ٬ غرض هغه اسلام كوم چې د سلامتيا دين دے۔ كوم چې ټول انسانان د يو پلار او يو مور نه پېدا ګڼي. (الحجرات:13) هغه اسلام د كوم اتباع كوؤنكي چې ټولو مسلمانانو ته نه بلكې ټول انسانيت ته ګټه رسوونكي ګرځولې شوي او هم دغو ته د خدائے تر ټولو خوښ انسانان وئيلے شوي ٬ په يو داسې شكل وړاندې كړے شول كومو ته چې د خپل ځان نه سوا بل هېڅ څه په نظر نه ښكاري۔ د اسلام او مسلمانانو په داسې ناوړه عكس د وړاندې كولو اثرات نن په ګرده نړۍ كښې په مسلمانانو د روان ظلم ٬ زياتي ٬ تشدد او د دوي د مقدساتو سپكاوې كولو سره د دوي جذباتو او احساساتو ته د زيان رسولو په شكل رامخې ته كېږي۔

نامتو تعليم پوهه پروفېسر محمد ادريس په دې حقله وائي:
اسلام د يو آفاقي دين نوم دے او دا تر قيامته پورې د راتلونكو ټولو انسانانو لپاره يو نعمت دے۔ اسلامو فوبيا يعني د اسلام نه د يو دين په حېث نفرت او يره د پوهې نه لرې خبره ده ځكه چې دا دين پاك پروردګار ټولو انسانانو لپاره د رحمت په توګه رالېږلے دے۔ ده ووئيل دا آسائش او آسانۍ لري او دا د امن او سلامتيا دين دے۔ په هره زمانه كښې د اسلام خلاف خلق د بېلو نعرو سره راپورته شوي دي۔ ده ووئيل اسلام خپل اصول لري او د دغې ترمخه به هر انسان له خپل ژوند تېرول وي۔ په هره ټولنه كښی چې كوم منفي عناصر وي هغوي د يو فطري نظام خلاف خامخا راپاڅي ځكه چې د هغوي ذاتي مقاصد او مفاداتو ته زيان رسي۔

د امن او روادارۍ ڼريواله وضعه په ځاې ساتلو او د اسلامو فوبيا مخنيوي او د اسلام اصل تشخص نړۍ ته ښودلو لپاره د پاكستان حكومت د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې يو شمېر ګامونه پورته كړي۔ د اسلامي نړۍ يو شمېر سيمې كومو كښې چې كشمير او د فلسطين په خاص توګه د ذكر وړ دي ٬ نن د اسلامو فوبيا ناوړه اثراتو د لاسه د امن ٬ سولې او ثبات نشتوالي سره مخ دي۔ پاكستان د ټولې نړۍ پام د دغې سيمو او په خاص توګه د مقبوضه كشمير په مسلمانانو روان ظلم او زياتي پلو ګرځولے او د دغې شخړو اسباب او حقائق ئې نړۍ ته ورڅرګند كړي۔

په دې لړ كښې وزيراعظم عمران خان تېر كال د ستمبر په ٢٧مه او سږ كال د ستمبر په ٢٥مه نېټه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ٧٤ مې او ٧٥مې غونډې ته خطاب كښې كه يو اړخ ته په كشميري اولس د هند لخوا د پرله پسې كرفيو د لاسه د ٨٠ لكه كشميريانو د محصور كېدو ٬ د بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزو او په دې لړ كښې د نړۍ لخوا تجارتي او سفارتي مفادات ته د ترجيح وركولو او د خاموشه پاتې كېدو ذكر كړے نو بلخوا هغه نړۍ ته د اسلام سپځلے روح وړاندې كولو سره وئيلي دي نړۍ له به په دې ځان پوهه كول وي چې د كوم رېډيكل اسلام تصور نشته٬ اسلام يو دے او ھغه د حضرت محمد ۖ اسلام دے، كوم چې د امن٬ مساوات، انصاف او زغم مذهب دے۔ هم دغه خطاب كښې هغه دا خبره هم په ډاګه كړه چې د پیغمبر اسلام ۖ په شان كښې د بې حرمتۍ له امله د ګردې نړۍ د مسلمانانو جذبات مجروح كېږي او د دغې په ضد د مسلمانانو په غبرګون دوي انتها خوښې ګڼلے كېږي ۔۔۔۔۔۔۔ په لوېديز كښې خلق قصداٰ د رسول پاك (ص) ګستاخي كوي خو اكثريت د دې علم نه لري٬هغوي ته د وئېلو ضرورت دے چې حضرت محمد(ص)زمونږ لپاره څومره عزت او تكريم لرونكے دے۔ ده زياته كړه چې زمونږ نبي حضرت محمد(ص)زمونږ په زړونو كښې اوسېږي چې كله څوك سپكاوې كوي نو مونږ پرې دړدېږو او زړه ته رسېدونكے دړد د بدن د دړد نه زيات تكليف وركونكې دے۔ ده ووئيل خوږ نبي(ص)اعلان كړے ؤ چې هر څوك خپلو عبادت خانو ته د تللواختيار لري٬قانون د ټولو لپاره يو برابر دے او د رنګ او نسل هېڅ تفريق نشته۔ د اوسني حكومت د دغه ښكاره پالسۍ تر مخه صدر ډاكټر عارف علوي او وزيراعظم په دې ورستيو كښې فرانس كښې د پېغمبر اسلام د توهين خاكو په حكومتي سرپرستۍ كښې د خپرېدو كلكه غندنه هم كړې۔ ډاكټر عارف علوي خپل بيان كښې وئيلي دي “د انتها خوښۍ ناوړه فلسفې ډاډګيرنه كونكې يوه زوال پذير ټولنه د تعصبات اجازه وركولې شي”۔ دغسې وزير اعظم د فېس بك اي سي او مارك ذكربرج (Mark Zuckerberg) ته خط لېږلے چې پكښې د فېس بك نه د اسلامو فوبيا د اړوندو موادو لرې كولو غوښتنه شوې ۔ او ورسره د اسلامي هېوادونو مشرانو ته د خط ليكلو پرېكړه شوې۔ وزيرعظم عمران خان خپل يو وېډيو پېغام كښې فرانس كښې د سپكاوي خاكو د سختې غندنې سره په ملګرو ملتونو زور راوړے چې د اسلامو فوبيا مخنيوي له خپل كردار ترسره كړي او په دې لړ كښې د مارچ ١٥ مه نېټه د اسلامو فوبيا مخنيوي نړيواله ورځ اعلان كړي ۔ او هم پدغه لړ كښې وزيراعظم نړيوالو ته ښودلو او د هغوي شعور رابېدارولو او د علمي للمې خېرازه كولو لپاره د پېغمبر اسلام (ص) سره د خپلې بې كچه مينې څرګندونې له د اكتوبر ٣٠ مې نېټې نه تر د نومبر ٦ مې نېټې د عشق رسول اوونۍ اعلان كړے او ورسره د پاكستان سېنېټ او قامي اسمبلۍ هم فرانس كښې د اظهار آزادۍ په نامه په اسلام او مسلمانانو د بريدونو او د اسلامو فوبيا په ضد قرارداد منظور كړے۔ پاكستان كه يوا خوا د خپل خوږ او عظيم پيغمبر د ناموس او عزت تحفظ لپاره هر هغه ګام پورته كوي چې ورسره په سباون كښې بيا داسې بې حسه حركت رامخې ته نشي نو بلخوا د ڼريوال كلي امناكه او مهذبه ماحول د خرابتيا نه ساتلو له هر هغه ور او در ډبوي چې ورسره د ګرد انسانيت او مذهبونو تر مينځه همغږي زياته شي او په يو بل د پوهېدو موقعې ولرلې شي۔

خارجه وزارت هم په دې لړ كښې فعاله كردار ترسره كړے او په نړيواله كچه د رامخې ته كېدونكو اسلامو فوبيا پېښو نه يوازې دا چې كلكه غندنه ئې كړې بلكې د دې مخنيوي او ناوړه اثراتو نه خبرتيا لپاره عملي ګامونه هم پورته كوي۔ د بهرنيو چارو وفاقي وزير شاه محمود قرېشي ملګرو ملتونو او د سلامتي كونسل صدر ته په دې اړه يو شمېر خطونه استولي او پاكستان د كشمير مسئلې حل او د اسلامو فوبيا اثراتو مخنيوي له د چين ٬ تركيه او ملائيشيا پشمول د نورو هېوادونو ملاتړ هم ترلاسه كړے۔ فرانس كښې د پېغمبر اسلام (ص) د سپكاوي خاكو په رامخې ته كېدو خارجه وزارت د اكتوبر په ٢٥ مه نېټه خپل غبرګون كښې شاه محمود قرېشي په ښكاره ټكو وئيلي كه كه د هولو كاسټ په اړه د موادو خپرولو مخنيوې كېدے شي نو اسلام سره په متصادم موادو بندېز هم لګېدے شي۔ هغه زياته كړې چې د اسلامو فوبيا معامله به د او آئي سي په پلېټ فارم پورته كولے شي۔ په دې لړ كښې سږ كال د ستمبر په درېمه نېټه اسلام آباد كښی “په هند كښې اسلامو فوبيا” په سرخط يو سېمينار شوے۔ دغه سيمينار كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير شبلي فراز خپل خطاب كښې وئيلي: بايد مودي د اسلامو فوبيا پحقله خپلو ناوړه عزائمو ته سوچ او فكر وكړي او نړيوال امن په داؤ ونه لګوي۔ د مذهب په بنياد په مسلمانانو د ظلمونو ډاډګيرنې سره مودي امن سنګين صورتحال سره مخ كړے۔ هغه مذهبي انتها خوښي قوي كړې چې ورسره نه يوازې د هند د لكهونو په شمېر مسلمانانو ژوند خطر سره مخ شوے بلكې ورسره يو لوي انساني بحران هم رامخے ته كېدے شي كوم چې له پولو بهر تللے شي۔ دې سره سره د اسلام ریښتونے امناكه او مساوات لرونكے عكس وړاندې كولو له د پاكستان حكومت د پېغام پاكستان په نوم اقدام كوم ته چې د پاكستان د هر مكاتب فكر علماﺀ كرامو ملاتړ ترلاسه دے د ستائنې وړ دے۔ دغسې د اقليتونو قومي كمېشن جوړول هم په دې لړ كښې يو په زړه پورې هڅه ده۔ كمېشن كښې هندو ٬ سكه ٬ مسيحي او د كېلاشي په شمول نورو اقليتونو ته نمائندګي وركړې شوې ۔ د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل د دغې مشر څوك چې دا مهال چېلا رام كېلواني دے د هندو ورورولۍ نه ټاكلے شوے۔ دغسې د كرتار پور راهدارۍ جوړول او د دې پرانسته د اسلام د پراخا زغم او اقليتونو سره د زړه د كومي نه د خواخوږۍ لرلو حقيقي تصوير دے۔ حكومت د هند نيولے شوے پائيلوټ ابھي نندن خپل هېواد ته بېرته سپارلو سره هند ته په خصوصي توګه او ګردې نړۍ ته په عمومي توګه دا په ډاګه كړې چې اسلام په بدل اخستو نه بلكې د خلقو په معاف كولو باور لري۔ د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيكو څانګې ډاكټر خورشيد احمد په دې موضوع خپلو خبرو كښې ووئيل نړۍ كښې په خاص توګه د نائن الېون نه پس د مسلمانانو په ضد غم او غصه او د مذهب په اړه ځينې اندېښنې لرلې شي۔ په خاص توګه اروپاﺀ او امريكا كښې د نورو مذهبونو خلق دا ګڼي چې اسلام ځينې داسې خبرې لري كومې چې مسلمانان ترهګرۍ ته راپاروي۔ هغه ووئيل په عمومي توګه مسلمانان او په خاص توګه علماﺀ كرام دا ګڼي چې دا تور بې بنسټه او غلط دے۔ هغه ووئيل مسلمانانو كښې كه ځينې عناصر شرخوښي دي كوم چې د مذهب سمه نمائندګي نه كوي نو د دوي د طرز عمل په سبب اسلام يا مسلمانان تورن ګرځېدے نه شي۔ كه دا غلط فهمي لرې كړې شي نو د مسلمانانو په اړه اندېښنې لرې كېدې شي۔ مسلمانانو له به خپل تشخص په ښه ډول رامخې ته كول وي دغسې چې د نورو مذهبونو خلق په دې خبره پوهه شي چې دا ځينې عناصر دي د چا د رويې په بنياد چې په مجموعي توګه اسلام د مذهب په توګه ذمه وار نشي ګرځېدے۔ په دې كښې شك نشته كه غېر مسلم د يو عالمګير دين په حېث د اسلام سمه مطالعه وكړي او مسلمانان د خپل قول او فعل د لارې د اسلام صحيح ترجماني وكړي او د اسلام د ورورولۍ ٬ زغم ٬ سولې او امن آفاقي پېغام د خپل عمل او رويې د لارې څرګند كړي نو په ځائي او نړيواله كچه په اسلامو فوبيا قابو موندلو له مرسته ترلاسه كېدې شي۔دې سره سره د ملګرو ملتونو د بېرغ لاندې نړيوالې ورورولۍ او د او آئي سي تر سېوري لاندې د مسلمانانو د لويه ذمه واري جوړېږي چې د اسلامو فوبيا رامخې ته صورتحال مخنيوي لپاره عملي ګامونه پورته كړي چې دغسې د مقدسو هستيو ناموس باوري شي او د كوم مذهب پيروكارو زړه آزار نشي۔
په مننه د اے پي پي

مضمون کا ماخذ : لاہور لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں