70 كاله پس پاكستاني اولس ته د وزيراعظم عمران خان په شكل كښې ايماندار مشر ترلاسه شوے دے۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي

image

ملتان۔13دسمبر(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي چې د جمهوريت په نوم د اولس لوټ كوؤنكي سياسي مداريان يو وارې بيا يو ځائې كېدو سره اولس دخالي او دروغو نعرو سره لوټ كولو له راوتلي دي ولې اولس ددوئي د خالي او دروغو نعرو حقيقت معلوم كړے دے او نور د دې غلو په دهوكه كښې راتلو ته تيار نه دي۔ 70 كاله پس پاكستاني اولس ته د وزيراعظم عمران خان په شكل كښې ايماندار مشر ترلاسه شوے دے كوم چې اولسي پرمختګ لپاره اخلاص سره كار كوي۔ اپوزيشن د هېواد پرمختګ زغملے نه شي ولې د ټول ركاوټونو باوجود به د پرمختګ دا سفر هم دے رفتار سره روان وي۔ د كرونا وباﺀ سختې چپې په موجودګۍ كښې جلسې كوؤنكي د اولس خېر خواه څنګه كېدې شي۔ پي ډي اېم جلسې كولو سره قيمتي ځانونو سره لوبې كوي۔ حكومت د جلسو نه يرېږي نه۔ وزیراعظم د اولس ژوند بچ كولو له ددې جلسو ځنډولو اپيل كړے وو۔ ددې خيالاتو څرګندونه هغه تېره ورځ اېن اے 156 او اېن اے 157 كښې د اولسي رابطه مهم په لړ كښی بېلو دستورو ته خطاب كښې وكړه۔ هغه ووئيل تېر دور كښې يو بل پسې وار په وار حكومت كښې د راتلولو سياست هېواد ته زيان ورسولو۔ كرپشن د هېواد بنيادونه كمزوري او ادارې تباه كړی۔ كله چې د لوټ كوؤنكو نه د لوټ كړې شوي مال حساب وغوښتلے شو نو دوئي د احتساب نه بچ كېدو له د اولس كارول غواړي۔ اولس دوئي په تېرو ټول ټاكنو كښې مسترد كړي دي او د كال 2023ء كښې به ئې هم مسترد كړي۔ دې نه وړاندې خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی ملتان كښې د مېټروروټ جوړېدو په مهال د شهيد شوي جومات نوي تعمير پرانستې په موقعه دستورې ته خطاب كښې ووئيل جومات جوړولو صدقه جاريه ده۔ هغه ووئيل دا مسجد د مېټرو روټ جوړولو په مهال شهيد كړے شوے وو او اوس اولسي حاجت پام كښې نيولو سره دا يو وارې بيا جوړولے شي

مضمون کا ماخذ : جنگل وائلڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں