د سېنېټ ټاكنې مارچ يا دې څخه وړاندې كيدې شي ٬ كه سندھ اسمبلی نه هم وي نو د سېنېټ ټاكنې به كيږي،د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سینیټر شبلی فراز میډیا بریفنګ

image
APP46-151220 ISLAMABAD: December 15 - Senator Shibli Faraz, Federal Minister for Information and Broadcasting briefing the media persons about the decisions taken in the Federal Cabinet Meeting. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 15 دسمبر (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر سینیټر شبلی فراز وئيلي دي د سېنېټ ټاكنې مارچ يا دې څخه وړاندې كيدې شي ٬ كه د سندھ اسمبلی نه هم وي نو د سېنېټ ټاكنې به كيږي ٬ د سېنېټ ټاكنې د شو آف هینډ سره كولو لپاره آئینی بدلون یا کوم متبادل حل له د سپریم کورټ څخه لارښوونه به ترلاسه كولې شي ٬ وفاقی کابینې د این اېف سي او وفاق څخه د وركيدونكې فنډز د استعمال میکنزم جوړولو تجويز وركړے ٬ مریم نواز ‘مولانا فضل الرحمان غیر منتخب كسان دي هغوي څنګه د ټاكلې وزیراعظم څخه غوښتنه كوي چې هغه استعفی وركړي٬ د هغوي غوښتنه ملنډه ده ٬ پی ډی اېم د ناکامه جلسې نه پس په يو بل تورونه لګوي٬ اختلاف په ډاګه رامخې ته شوے چې ټول يو موټې نه دي ‘ اچکزئی لاهور كښې ‘نوازشریف ګوجرانواله كښې ‘ انس نورانی بلوجستان كښې او د صفدر په کراچۍ كښې ایجنډا د ټولو په وړاندې ده۔ بايد د هیلتھ ورکرز سره سره میډیا او نورو ادارو ډیوټی كوونكو له هم په ترجیحی بنیادونو ویکسین وركړے شي۔ ده د نهې په ورځ پی آئی ډی كښې د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د وفاقی کابینې غونډې نه پس ميډيا ته بریفنګ وركولو۔ وفاقي وزیر سینیټر شبلی فراز ووئيل کابینې له اټارنی جنرل آف پاکستان د سېنېټ ټاكنو د قانون په اړه تفصیلی بریفنګ وركړے۔ د سیکرټ بیلټ په ځاے په اوپن ووټنګ بحث شوے ۔کابینه خبر كړې شوې چې آئین كښې د اوپن بیلټ په ظاهرولو کوم ممانعت نشته۔کابینې پريكړه وكړه چې په دې لړ كښې به د آئین آرټیکل 186 ترمخه اټارنی جنرل د لارې سپریم کورټ كښې ریفرنس دائر کولے شي۔ وزیراعظم په دې خبره زور راوړو چې د ټاكنو لپاره قانونی اصلاحات يو مقصد دے او هغه ټول عمل سپېځلے جوړول دي۔ ټولو سياسي ګوندونو سره په دې لړ كښې خبرو اترو له دروازې عمر له پرانستي پرتې دي۔ خپل بريفينګ كښې وفاقي وزير ووئېل د خزانې وزارت کابینې له د وفاق د اړخه صوبو له بيل كړې شوي فنډز په اړه په تفصیلی توګه بریفنګ وركړو۔کابینه د صوبو د خپلو مالی وسائلو په اړه خبر كړې شوه۔ کابینه خبر كړې شوه چې 7م قومی مالیاتی کمیشن ایوارډ ترمخه 42.5% وفاق او 57.5% صوبو له وركولې شي۔ دا ووئيل شول چې مالی كال 192018- كښې د وفاق د اړخه صوبو له 2.4 ټریلیونه روپۍ وركړې شوي او دې مالی كال كښې صوبو د خپلو وسائلو څخه 496 بلیونه روپۍ ترلاسه كړي۔ دغسې مالی كال 202019- كښې وفاق صوبو له 2.6ټریلیونه روپۍ وركړې او صوبو 524 بلیونه روپۍ د خپلو وسائل څخه ترلاسه كړي۔ د مالی كال 21-2020 وړومبنو 5 مياشتو كښې تر اوسه وفاق صوبو له 1.06ټریلیونه روپۍ وركړي دغسې د دې مودې په مهال صوبو 226 بلیونه روبۍ د خپلو وسائلو څخه ترلاسه كړي۔کابینې ته ووئيل شول صوبو له د دې نه علاوه وفاق امن او عامه ،قدرتی آفتونو،صحت،تعلیم،احساس پروګرام او پرمختيائي منصوبو په لړ كښې هم روپۍ وركړي۔ كابېنې ته ووئيل شول وفاق صوبو له سماجی تخفظ لپاره برېښنا ،ګاز ، د ضروري څيزونو په لړ كښې سبسډی هم وركوي

مضمون کا ماخذ : مڈاس گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں