ګلګت۔21دسمبر(اے پی پی) د پاكستان صدر او د قراقرم يونيورسټۍ چانسلر ډاكټر عارف علوي د نوموړي تعليم پوهه او د كامسټ پوهنتون مؤسس او ريكټر پروفېسر ډاكټر سيد محمد جېند زېدي د قراقرم انټر نېشنل يونيورسټۍ د سېنېټ نوي چيئرمېن په توګه د ټاكلو منظوري وركړې ده ٬ د كشمير افيئرز ډوېژن او قراقرم پوهنتون په دې اړه باقاعده نوټيفكېشن جاري كړے ۔ د قراقرم پوهنتون وائس چانسلر پروفېسر ډاكټر عطاء اللہ شاہ، سینئر مېنجمنټ او فېکلټی غړو او د قراقرم پوهنتون ټولې عملې پروفېسر ډاكټر سيد محمد جنېد زېدي له د قراقرم پوهنتون د سېنېټ چيئرمېن په ټاكلے كېدو مباركي وركولو سره هيله څرګنده كړې چې د زده كړو په مېدان كښې د پراخا تجربې او د آئي ټي څانګې سره د تړون لرلو په بنياد به پروفېسر ډاكټر جنېد زېدي د قراقرم پوهنتون د زده كړو او څېړنې په شمول د آئي ټي په حقله يو مثالي پوهنتون جورولو له كار وكړي۔