اسلام آباد 01 فروري(اے پي پي) د سائنس او ټيکنالوجۍ وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د جنورۍ په 31مه نيټه د لويو لويو خوبونه حرام شوي٬ ما به وئيل چې ټول به په خپله زړه تنخا كار كوي، اپوزېشن يو خوا ته كول د حكومت موقف نه دے٬ بلاول بھټو زرداري او مريم نواز دې اوس په ګډه حكومت لپاره د خېرو كمپائن پېل كړي ٬ د حكومت او مخالفې ډلې ترمېنځه تعلقات ښه نه دي٬ په داسې پوزيشن كښې مذاكرات نشي كېدې ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د اسلام آباد هائي کورټ جرنلسټ اېسوسي اېشن د سوګند پورته كولو دستورې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ فاقي وزير فواد چوهدري ووئيل د ميډيا کردار د يو نيوټرل ثالث په توګه پكار دے٬ په هند كښې د پنجاب كروندګرو سره زمونږ زړونه درځېږي٬ هند وائي پاكستان د لكهونو په شمېر كروندګر راپارولي ٬ كه د پاكستان په هند كښې دومره چلېږي نو بيا هند له په يره كښې اوسېدل پكار دي۔ ده ووئيل د هټلر په طرز مودي سركار د مسلمانانو نسل كشي كوي۔ ده ووئيل د اتلسم بدلون نه پس چې كومې مسئلې وفاق لپاره راپېدا شوي په ھغې څوك بحث نه كوي،د روغتونونو او ښونځيو مسئلي اوس صوبائي چارې دي۔ده ووئېل د وفاقي حكومت څخه په دوو كالو كښې د سندھ حكومت ته 1600 اربه منتقل شوي ،پنجاب ، خېبرپښتونخوا او بلوچستان ته هم روپۍ منتقل شوې٬ اوس چې هګۍ او پيۍ ګران دي نو دا به څوك كنټرول كوي دا د صوبائي حكومتونه ذمه واري ده د سندھ اعلٰې وزير وائي زه وزيراعظم ته ځواب وركونكے نه يم۔ چې وزيراعٰلې وزيراعظم ته ځواب وركونكے نه وي نو وفاق به څنګه چلېږي۔ ده ووئيل د غنمو او اوبو سبسډي يوازې پنجاب برداشت كوي۔ ده ووئيل په اتسلم بدلون محمد نوازشريف يوازې په درېم ځل وزيراعظم جوړېدو لپاره لاسليك كړے او دې مقصد لپاره ئې پنجاب سره زياتې كړے۔ د خراب ګورننس ذمه واري اوس د وفاق نه د صوبو ده٬ عام وګړي ته به څنګه ګټه ورسول وي دا صوبو له سوچ پكار دے۔ فواد چوهدري ووئيل بلاول بھټو ذرداري او مريم نواز دې په ګډه د حكومت په ضد د خېرو كولو كمپائن پېل كړي۔ په دې موقع د اسلام آباد بار كونسل د اېګزېكټو كمېټۍ چيئرمېن٬ د اسلام آباد باز اېسوسي اېشن صدر او عمومي سېكتر د نېشنل پرېس كلب صدر او عمومي سېكتر د آر آئي يو جے عمومي سېكتر او د پارلماني رپورټرز اېسوسي اېشن چارواكي او نور هم موجود وو