څوك هم د كشمير سودا نه شي كولې٬كشميريانو د پاكستان بېرخ هسك كړے٬د كنټرول لائن سره نزدې د مېشته آبادۍ حفاظت لپاره بينكرې جوړولې شي ۔د خارجه وزير شاه محمود قرېشي په سېنېټ كښې څرګندونې

image

اسلام آباد 01 فروري(اے پي پي) د خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي په نړيواله كچه د پاكستان د يوازي كېدو تاثر درست نه دے٬كه زمونږ خارجه پالېسي بهتره نه وه نو دوست هېوادونو به زمونږ مرسته نه كوله٬د مودي په هندو توا سوچ او فاشسټ حكومت چې نن څومره تنقيد كېږي٬د دې څخه وړاندې كله هم نه ؤ شوے ٬افغانستان سره د اړيكو ښه كولو هڅې مو كړي۔كه ايران سره اړيكې يخې وې نو د ايران خارجه وزير به شپږ ځله د پاكستان دوره نه كوله٬په كشمير د ايران ستر لارښود او د ايران مشران كوټلې دريځ لري٬چين ٬سعودي او عرب اماراتو سره مونږ ژورې اړيكې لرو۔سعودي سره لوظ نامه محدود مودې لپاره وه كله چې د زر مبادله ذخيرې زياتې شوې نو د دوي پيسې بېرته وركړی شوې۔ده دا خبرې د ګل په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د سېنېټر سراج الحق او سېنېټر مشتاق احمد په تحريكونو د بحث راغونډولو په مهال وكړی۔ده ووئيل د اقتصادي سفارتكارۍ په وجه افريقائي هېوادونو سره په تجارت كښې 7 فيصده اضافه شوې٬په بلوچستان كښې هند د ترهه ګرۍ پشا ولاړ دے ٬په كنټرول لائن د جنګ بندۍ د خلاف ورزو معامله د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر پشمول په ټولو فورمونو په بشپړه توګه پورته كړې شوې۔ده ووئيل اپوزېشن چې كله هم وغواړي په خارجه پالېسۍ خبرو ته تيار يم۔ده ووئيل څوك هم د كشمير سودا نه شي كولې٬كشميريانو د پاكستان بېرخ هسك كړے٬د كنټرول لائن سره نزدې د مېشته آبادۍ حفاظت لپاره بينكرې جوړولې شي۔ده ووئيل د تېرو دوو نيمو كلونو په مهال د خارجه پالېسۍ چېلنجونه نه دې رامخې ته شوې٬دا د وړاندې نه دي۔د دې ذمه وار هغه خلك دي كومو چې څلور څلور ځله حكومتونه كړي او دولس دولس كاله يې د كشمير كمېټۍ نمائندګي او مشري كړی

مضمون کا ماخذ : لاٹری کی موبائل ایپ