د پولیو رنځ د ماشومانو د معذورۍ سبب جوړېږي ، د دې نه ماشومان ساتلو لپاره به مونږ ټولو له په ګډه كار كول وي ، د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق

image

اسلام آباد۔24اکتوبر (اے پي پي)د قامي اسمبلی سپيكر سردار ایاز صادق وئېلې دي پولیو يو داسې رنځ دے كوم جې د ماشومانو د معذورۍ سبب جوړېږي ، د ماشومانو د پولیو وائرس څخه ساتلو لپاره د ټولنې ټولو طبقات له به په ګډه كار كول وي ، د پوليو په کیسز كښې په زياتوالي اندېښنه لرو۔ د زيارت په ورځ د پولیو مخ نيوي نړيوالې ورځ په موقع خپل پیغام كښې سپیکر ووئېل پولیو يو ناوړه رنځ دے كوم چې د ماشومانو د معذورۍ سبب جوړېږي٬ د دې په کیسز كښې په زياتوالي تشویش لرو، د دې رنځ نه د ماشومانو ساتلو لپاره دوي له د پوليو مخ نيوي څاڅكي لازمي وركړې ۔ ده ووئېل ماشومان زمونږ مستقبل دے ٬ دوي د پولیو وائرس نه ساتل زمونږ د ټولو شريكه ذمه واري ده، د نړۍ په كومو څو هېوادونو كښې چې د پولیو وائرس پاتي دے د بده مرغه په هغې كښې پاکستان هم شامل دے، د دې وائرس څخه ساتنې له به د ټولنې ټولو طبقات له په ګډه كار كول وي ۔سپیکر ووئېل د پولیو مخ نيوي ویکسین هر كور ته رسوونكو د فرنټ لائن هیلتھ ورکر او د ویکسې نیشن كمپائن په مهال شهيدو شوو كاركنانو ته پېرزوئنې وړاندې كوو ۔د ده وېنا وه د پولیو مخ نيوي په اړه خبرتيا له د میډیا کردار هم د ستائنې جوګه دے۔ ده ووئېل ټول قام ته غږ كوم چې تر پينځو كالو عمر لرونكو خپلو ماشومانو ته د پولیو د مخ نيوي څاڅكې ضرور وركرئ

مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشگوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں