په كاپ 29 كښې د ګډون كوؤنكو نړيوالو لارښودو ګروپ فوټو سيشن٬ وزيراعظم په لومړي صف كښې

image

باکو۔12نومبر(اے پی پی)د کانفرنس آف پارټیز 29 مې کلائمېټ اېکشن سرمشريزه غونډه (کاپ۔29) كښې د ګډون كوؤنكو نړيوالو لارښودو په ګروپ فوټو سېشن كښې وزيراعظم په اولني صف كښې موجود ؤ۔ په فوټو سېشن كښې ترک صدر رجب طیب اردوان ، د آذربائیجان صدر الهام علیوف ، د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونیو ګوترېش او يو شمېر نورو نړيوالو لارښودو ګډون وكړو۔ ترک صدر رجب طیب اردوان چې څه وخت فوټو سېشن لپاره راورسېد نو وزيراعظم شهباز شريف وړاندې كېدو سر ه هغه ته هركلے ووے او مصافحه يۍ ورسره وكړه۔ په دې موقعه د وزيراعظم يو شمېر نړيوالو لارښودو سره غېر رسمي خبرې اترې هم وشوې۔ دې څخه وړاندې په سرمشريزه غونډه كښې ګډون كولو له د رسېدو په مهال وزيراعظم شهباز شريف ته د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګورترېش او د آذربائیجان صدر الهام علیوف تود هركلے ووے۔

مضمون کا ماخذ : فروٹ شاپ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں