پارليمان لا موثر كولو لپاره دې دا په جديد آئي ټي ټولز سنبال كړې شي۔ صدر مملكت ډاكټر عارف علوي

image

اسلام آباد 28 جنوري (اے پي پي)صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د پارليمان د ډيجيټل كولو د عمل د تندولو په ضرورت زور راوړلو سره وئېلي دي چې پارليمان لا موثر كولو لپاره دې دا په جديد آئي ټي ټولز سنبال كړې شي٬اړوند ادارې دې پروژې ته ترجيح وركړي او د تاخير نه بچ كېدو لپاره دې په وخت پريكړې وكړي۔ده دا خبرې د جمعې په ورځ په ايوان صدر كښې د سائبر ايفيشينټ پارليمنټ په اړه د صدارتي اقدام په لړ كښې د غونډې مشري كولو په مهال وكړې۔په غونډه كښې د سېنېټ ډپټي چيئرمېن مرزا محمد آفريدي او د حكومت نورو اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔د پروژې په اهميت رڼا اچولو سره صدر مملكت ووئيل چې اي سلوشنز به د پارليمان كاركردګي لا ښه كړي

مضمون کا ماخذ : پاور بال کی پیشن گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں