اپوزېشن لا هم د عدم اعتماد د تحريك په پريكړه بشپړ اعتماد نه لري٬شهباز شريف يرې او نفسياتي فشار سره مخ دے۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي

image

اسلام آباد 14 فروري (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي اپوزېشن لا هم د عدم اعتماد د تحريك په خپله پريكړه مكمل اعتماد نه لري٬شهباز شريف يرې او نفسياتي فشار سره مخ دے۔د ګل په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل په اپوزېشن كښې يو والے نشته٬د تحريك عدم اعتماد په اړه د دوي دوه رائې دي٬يوه برخه يې په حق كښې ده او بله برخه وائي چې عدم اعتماد به ګټه ونه لري٬په (ن)ليګ كښې هم يوه برخه ټاكنې غواړي چې نمائندګي يې مريم نواز كوي او بله برخه عدم اعتماد غواړي د كومې نمائندګي چې شهباز شريف كوي۔ده ووئيل زما تجزيه ده چې اپوزېشن به ناكامۍ سره مخ كېږي۔ده ووئيل د مونس الهي بيان دوه معنې لري٬په اصل كښې هغه وئېلي دي شهباز شريف راغلو چائے يې وخښكله او رخصت شو۔د وزيراعظم د روس دورې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې خارجه وزير ووئيل دا دوره ډېره مهمه ده٬روس د منطقې مهم هېواد دے٬په سلامتي كونسل كښې يې هم مهم كردار پاتې شوے او په افغانستان كښې هم د امن او استحكام په اړه مهم كردار لري۔ده ووئيل د چين نه پس روسيې٬المان او اروپائي ائتلاف وزيراعظم عمران خان ته د دورو بلنې وركړې ٬ ده ووئېل د كورونا بحران او د افغانستان څخه د غېر ملكيانو په وتلو كښې خارجه وزارت زبردست كار كړے

مضمون کا ماخذ : پھل اور سات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں