د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب د مريم اورنګزېب په بيان غبرګون

image

اسلام آباد۔21فروری(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د پي ټي آئي حكومت د ادراو په مضبوطيا باور لري۔ د ګل په ورځ د مريم اورنګزېب په بيان خپل غبرګون كښې وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل كه هغوي حكومت كښې وي نو هر څه ښه دي او كه په اپوزيشن كښې شي نو په هره معامله كښې ادارې سياست پلو راكښل د هغوي تګلاره ده۔ مونږ بايد ادارې بدنامې نه كړؤ او بيا په داسې حال كښې چې مونږ د روزانه په بنياد د ترهګرۍ مقابله كوؤ، زمونږ چارواكي او ځوانان روزانه قربانۍ وركوي ٬ پرون هم د پاك پوځ يو كېپټن او ځوان شهيد شوې دے۔ هغه ووئيل د درې نيمو كالو نه مونږ دا خبره اورؤ چې تحریک عدم اعتماد راروان دے٬ نون ليګ ته عدم اعتماد ناکامۍ سره مخ كېدونكې ښكاري ٬ د هغوي دماغي توازن لمينځه تلې دې۔ نن نون ليګ د “مجھے کیوں نکالا” “زه يۍ ولې وويستلم” پوزيشن ته راغلې دې۔ هغه ووئيل ن لیګ ته ټول عمري له هغه وخت ټېلېفوني كالونه راځي كله چې هغوي په سياسي توګه بندې ګلۍ ته دننه ورسي۔ نون ليګ ټول عمري ذاتي ګټو ته په ملي ګټو ترجيح وركړې ده۔ په لندن كښې پاتې كېدو سره د حمد الله په ډول هېواد دښمنه خلقو سره ملاقاتونه د دوئي عادت پاتې شوې دې۔

مضمون کا ماخذ : خداؤں کی عمر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں