اسلام آباد 27 اپرېل (اے پي پي) د قانون وزير بېرسټر اعظم نذير تارړ د پخوانې وفاقي وزيرې شېرين مزاري بيان توهين عدالت ګرځولو سره وئيلي دي چې توهين پارلمان كوونكي اوس توهين عدالت كوي. د شورو په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې د آئين سپكاوي كوونكو نه د عدليه د سپكاوي توقع كېدې شي. عدالت چې په چا د پالمان تالا﴿قفل﴾ پرانستلې، نن هغه د پارلمان د بالادستې خبرې كوي. ده ووئيل چې څلور كاله د اولس توهين كوونكي دې نن د پارلمان وكالت نه كوي ، څلور كاله پس نن دوي ته د پارلمان خيال راغلے.