ايف ايټ انډرپاس به په 25 دسمبر ټرافېك لپاره پرانستلې شي۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي

image

اسلام آباد 11 دسمبر(اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي ايف ايټ انډرپاس به په 25 دسمبر ټول ټرافېك لپاره پرانستلې شي٬ انټرچينج د بشپړېدو نه پس به د فرورۍ په دويمه اونۍ كښې پرانستلې شي۔د شورو په ورځ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د ايف ايټ ايكسچينج چوك انټرچينج او سرينه چوك انټرچينج پروژو دوره وكړه۔ده د انډر پاس يوازې 43 ورځو كښې په بشپړېدو كنټريكټر او د اسلام آباد انتظاميې كاركردګي ستائېلو سره ووئېل ايف ايټ ايكسچينج چوك انټرچېن كښې شامل انډر پاس به د 25 دسمبر نه ټرافېك لپاره پرانستلې شي۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل د فرورۍ په دويمه اونۍ كښې به د ايف ايټ ايكسچنج چوك انټرچينج بشپړھ پرانسته كولې شي۔ دغسې د سرينه چوك انټرچينج د جنورۍ په وړومبۍ اونۍ كښې پرانسته كولې شي كوم به چې په 60 ورځو كښې بشپړ كړی شي۔وفاقي وزير محسن نقوي د دواړو ميګا پراجيكټس د تعميراتي كارونو د پېشرفت جاج واغست۔داخله وزير محسن نقوي د دواړو انډر پاسز او فلائي اوور جوړولو د كارونو مشاهده وكړه۔ده امر وكړو چې دواړه پروژې دې په هر صورت په ټاكلي موده كښې بشپړې كړی شي۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د دواړو پروژو په سائټس كار كوونكو سره هم ملاقات وكړو۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وركرز ته شاباشے وركړو او د هغوي ډاډګيرنه يې وكړه۔داخله وزير محسن نقوي وركرز٬كنټريكټر او سي ډي اے ته په دې جوش او ولوله د كار روان ساتلو تلقين وكړو ۔دغسې د سي ډي اے چيئرمېن محمد علي رندهاوا دواړو پروژو پېشرفت په اړه بريفنګ وركړو۔د اسلام آباد ډپټي كمشنر٬د سي ډي اے سينئر افسران او كنټريكټر هم په دې موقع موجود وو۔

مضمون کا ماخذ : سانتا کی جنگلی سواری۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں