اسلام 24 (اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري ته د رومانيا، صوماليا، نيپال، جاپان او بنګله ديش سفيرانو سفارتي اسناد وړاندې كړل۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې د نهې په ورځ د رومانیا نومول شوي سفیر ښاغلي ډين سټونيسکو صدر مملكت ته سفارتي اسناد وړاندے كړل۔ د صوماليا نومولې شوي سفير شېخ نور حسن او د نيپال نومولې شوي سفير ريټا دهيتل هم صدر ته اسناد وړاندې كړل۔ د جاپان نومولې شوي سفير اكاماتسو شوچي او د بنګله دېش نومولے شوي هائي كمشنر اقبال حسېن خان صدر مملكت ته خپل اسناد وړاندې كړل۔ صدر مملكت نومولې شوو سفيرانو ته په پاكستان په تعينات كېدو مباركي وركړه۔ ده هيله څرګندونه كړه چې نومولې شوې سفيران به د تجارت ٬ معيشت او كلتور په څانګه كښې پاكستان سره د خپلو هېوادونو اړيكې مضبوطولو كښې په زړه پورې كردار ترسره كړي۔ نولې شوو سفيرانو ته ايوان صدر ته په رارسېدو د پاك پوځ يوې چمتؤ ډلې ګارډ آف آنر وړاندے كړو۔