اسلام آباد۔1جنوري (اے پي پي ) پاکستان او هند د شورو په ورځ د سفارتي ذرائعو څخه په بند كښې د پرتو بنديوانو فهرستونه يو بل له وركړل۔ د خارجه دفتر وياندې د اړخه جاري بیان تر مخه د فهرستونو په يو وخت تبادله د 2008 قونصلر رسائۍ لوظنامې تر مخ وشوه ۔د لوظنامې تر مخه دواړه هېوادونه هر كال په وړومبۍ جنورۍ او وړومبۍ جولائي يو بل سره په بند كښې د پرتو بنديوانو فهرستونه يو بل له وركوي۔ د بیان ترمخه د پاكستان حکومت پاکستان د 266 هندي بنديوانو چې پكښې (49 سویلین بنديوانان دي او 217 مچي مار ) دي فهرست اسلام آباد كښې د هند هائي کمیشن استازي ته وسپارلو ۔د دې سره د هندي حکومت هم د هند په زندانونو كښې د پرتو بنيوانو پاکستانیانو فهرست د پاکستان هائي کمیشن د نوي ډيلي يو ایک افسر سره شیئر کړو ۔ فهرست تر مخه د هند به زندانونو كښې په مجموعي توګه 462 پاکستانیان بنيدوان دي چې پكښې (381 شهري بنديوانان او 81 مچي مار ) شامل دي ۔ بیان كښې لا وئېلي شوي چې پاکستان په هندي حکومت زور راوړے چې هغه ټول پاکستانیان (52 شهري بنديوانان او 56 مچي مار خوشي كړي او هېواد ته يې بېرته راولېږي چا جې خپله سزا پورا كړې ده او د چا جې د قامي حیثیت تصدیق شوے دے ۔ وياند ووئېل په هندي حکومت هم زور راوړلے شوے چې هغه د هغه ټولو پاکستانیانو حفاظت، سلامتیا او ښېګره یقیني كړي څوك چې خوشي كولو او وطن ته راتللو ته منتظر دي ۔ دغسې پاکستان د 1965 او 1971 جنګونو 38 بې دركه دفاعي اهلکارو له تر قونصلر رسائي وركولو درخواست کړے دے۔