د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه٬انكم ټيكس آرډيننس 2024 كښې بينكنګ كمپنيز او سوسائيټيز رجسټرېشن ايكټ 1860 كښې د بدلون او كے پي كے ډسټركټ اينډ سيشن ججز ته د انشورنس ټريبيونل اضافي اختيارات وركولو منظوري وركړې شوه

image

اسلام آباد 27دسمبر(اے پي پي )وفاقي كابينې انكم ټيكس آرډيننس 2024 كښې بينكنګ كمپنيز او په سوسائيټيز رجسټرېشن ايكټ 1860 كښې د بدلون٬ په كاربن ماركيټ كښې د تجارت په اړه پالېسي ګائيډ لائنز او د خېبرپښتونخوا ټولو ډسټركټ اينډ سيشن ججز ته د انشورنس ټريبيونل اضافي اختيارت وركولو منظوري وركړې ده ۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه وزيراعظم هاؤس اسلام آباد كښې وشوه۔وفاقي كابينې د ريونيو ډويژن په سفارش انكم ټيك آرډيننس 2024 كښې د بينكنګ كمپنيز په اړهد بدلون منظوري وركړه ۔دغسې وفاقي كابينې د قانون او انصاف وزارت په سفارش د سوسائيټيز رجسټرېشن ايكټ 1860 كښې د بدلون هم منظوري وركړه ۔كابينې د موسمياتي بدلون وزارت او موسمياتي كوآرډينيشن په سفارش كاربن ماركيټ كښې د تجارت په اړه د پالېسي ګائيډ لائنز منظوري وركړه ۔وفاقي كابينې د پیښور هائي كورټ احكامات او د قانون او انصاف وفاقي وزارت په سفارش د خېبرپښتونخوا ټولو ډسټركټ اينډ سيشن ججز له د انشورنس ټريبيونل اضافي اختيارت وركولو هم منظوري وركړه ۔

مضمون کا ماخذ : como apostar na mega sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں