حکومت د كوچني او مينځنۍ درجے کاروبار له سهوليات وركولو په اړه هر ممکن اقدامات كوي۔وزيراعظم شهباز شريف

image

لاهور04 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې حکومت د كوچني او مينځنۍ درجے کاروبار له سهوليات وركولو په اړه هر ممکن اقدامات كوي،اېس اېم ايز له ترقي وركولو په اړه دې وفاق او ټولي صوبي په ګډه كار وكړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د كوچني او مينځنۍ درجے کاروبارونو ودي او اسمال اينډ ميډيم انټرپرائزز ډويلپمنټ اتھارټي (سميډا) په اړه د غونډي مشري كولو سره وكړه۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه د خالي په ورځ جاري شوې بيان له مخې ده ووئيل كوچني او مينځنۍ درجے کاروبار د هېواد په معيشت كښې د ملا د تير حيثيت لري،د پاکستان صنعتونه د ګلوبل سپلائي چين برخه جوړولو په اړه بشپړه ګامونو پورته كولو ته اړتيا ده۔وزيراعظم ووئيل د اېس اېم ايز ترقۍ په اړه دې وفاق او ټولي صوبي په كډه كار وكړي۔په غونډه كښې د سميډا کارکردګۍ په اړه بريفنګ وركړې شو۔ بريفنګ كښې ووئيل شول چې د وزيراعظم په سپارښتنه د سميډا بورډ جوړ شوې او بورډ آف ډائريکټرز غونډه باقاعدګۍ سره كېږي،وزيراعظم د سپارښتني له مخې هېواد كښې د اېس اېم ايز سيکټر پرمختګ لپاره د نړيوال معيار پوهانو خذمات ترلاسه كولو په اړه عمل پېل شوے،اېس اېم ايز سيکټر اسټيئرنګ کمېټۍ كښې ګلګت بلتستان او آزاد جموں او کشمير چيف سيکرټريز شامل کړې شوي،اسټيټ بينك آف پاکستان د اړخه بانكونو ته سپارښتنه شوي چې اېس اېم ايز له قرض وركولو په اړه دې د بينك فارمز نور هم آسان كړې شي، بريفنګ كښې ووئيل شول چې د صنعت و پيداوار وفاقي وزارت د اېس اېم ايز سيکټر پرمختګ په اړه صوبائي حکومتونو سره رابطے له زياتي كړي،د اېس اېم ايز سيکټرز په اړه سندھ او بلوچستان حکومتونو په دې حقله كوټلي تګلاره جوړه كړي دغسې پنجاب، خېبر پښتونخوا، ګلګت بلتستان او آزاد جموں و کشمير حکومتونه د تګلاري په عملي كولو كار كوي،وزيراعظم په سپارښتنه ټول هېواد كښې موجود اېس اېم ايز ډيټا راجمع كړې كېږي۔په غونډه كښې د صنعت و پيداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسين او اړوندو اعليٰ سرکاري افسرانو ګډون وكړو۔

مضمون کا ماخذ : سکاراب ملکہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں