اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د آذ ربائيجان سفارتخانې دوره وكړه او د آذربائيجان مسافرو الوتكې په پیښه كښې په شوي زيان يې د غمرازۍ څرګندونه كړی۔د آذربائيجان سفير خضرفرهادوف د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق هركلے وكړو۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د الوتكې په پیښه كښې په قيمتي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه وكړه۔ دغسې سپيكر سردار اياز صادق د آذربائيجان الوتكې په پیښه كښې په حق رسېدلو بخښنې لپاره لسا نيوه وكړه۔د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل د غم دړد په دې سخت وخت كښې د پاكستان پارليمان او اولس سره آزربائيجان سره د يو والي څرګندونه كوي٬د آذربائيجان او پاكستان اولس يو بل سره د مينې او ورورولۍ خپلولي باندې تړلې دي او پاكستان او آذربائيجان د يو بل د غم دړد ملګري دي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل د پاكستان اولس د آذربائيجان اولس دړد او غم خپل غم ګڼي٬د آذربائيجان الوتكې په پښه كښې په قيمتي ځاني زيان د پاكستان قام خفه شوے ٬ د الوتكې پیښه كښې ژوبل شوو كسانو زر روغتيا لپاره لاس په دعا يو۔ده د حق رسېدلو كسانو لوړو درجو او د غم جنو كورنيو لپاره د زغم دعا وكړه۔ سپيكر په سفارتخانه كښې په اېښودلې شوي د غمرازۍ كتاب كښې خپل د غمرازۍ تاثرات هم وليكل