اسلام آباد 31 دسمبر (اے پي پي) د سېنېټ ډپټي چيئرمېن سيدال خان سره د اطلاعات وفاقي سيکرټري عنبرين جان د نهې په ورځ ملاقات کړے۔ملاقات كښې د اطلاعات وفاقي سيکرټري عنبرين جان د سېنېټ ډپټي چيئرمېن د وزارت مجموعي کارکردګۍ ، د كار تګلارې او ميډيا په اړه مرتب شوې لائحې او پاليسۍ په اړه خبر كړو۔د اطلاعات وفاقي سيکرټري په نوو منصوبو هم ډپټي چيئرمېن له بريفنګ وركړو۔د نهې په ورځ د سېنېټ سيکرټريټ د اړخه جاري بيان له مخې د سېنېټ ډپټي چيئرمېن د بلوچستان ځوانانو طبقې لپاره ښه معلوماتي پروګرام او تخليقي هلو ځلو په اړه د خبرتيا كمپائن په ترتيبولو زور راوړو۔ ملاقات كښې په پاکستان ټيلي ويژن نيغ په نيغه نشر كيدونكې د سېنېټ غونډې په کارروائي هم غور وشو۔د سېنېټ ډپټي چيئرمېن سيدال خان په پاکستان ټيلي ويژن د سېنېټ کوريج په اړه هڅي وستائېلي۔د سېنېټ ډپټي چيئرمېن سيدال خان ووئيل پاکستان ټيلي ويژن زمونږ قامي اثاثه ده او د هغې مسئلې حل کولو ته پام لرنه كوو،پاکستان ټيلي ويژن په هر دور كښې اولس ته د خبر ورسولو ذمه واري په ښه ډول ترسره كړې ۔ده ووئيل لرو پرتو سيمو كښې وګړي چې د كومو مسئلو سره مخ دي د هغې لپاره دې پي ټي وي د پوهانو په معاونت سره داسې پروګرام مرتب کړي چې ورسره خبرتيا پيدا كولو او د وګړو مسئلو حل له په ګامونو پورته كولو كښې آساني رامخې ته شي۔ده ووئيل د پي ټي وي نيټ ورك د پاکستان په ټولو سيمو كښې خپور دے،د پي ټي وي په وجه تر لرې پرتو سيمو نشرياتي رابطو د لارې رسنه آسانه ده۔د سېنېټ ډپټي چيئرمېن د اطلاعات وفاقي سيکرټري لپاره د نيكو هيلو څركندونه وكړه او د مسئلو حل كولو له ئې د مرستي باور وركړو۔دي ووئيل د هېواد كلتور او سيمه ايزو اقدارو رامخې ته كولو او خبرتيا كښې پي ټي وي تاريخي كردار لري،مونږ له به خپل نوې نسل د خپلو اقدارو او رواياتو سره تړل وي۔