اسلام آباد۔27دسمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شريف د كورونو صارفينو ته د ګاز وركرې د كمي شكايت خبر اغستو سره هدايت كړے چې د ژمي كښې د كورونو صارفينو ته د ګاز پرله پسې رسنه باوري كړئ٬ د سسټم په ساخت كښې دې اصلاحات وكړې شي دغسې چې دا مسئله په مستقل بنيادونو حل كړې شي۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخو د جاري شوي پرېس ريليز له مخې د جمعې په ورځ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې په هېواد كښې د ګاز وركرې د جاج اغستو غونډه وشوه۔ وزیراعظم د كورونو صارفينو ته د ګاز رسنه كښې د كمي شكايتونو نوټس اغستلو سره ووئيل په ژمي كښې د كورونو صارفينو ته د ګاز پرله پسې رسنه باوري كړئ۔ وزيراعظم هدايت وكړو چې د سسټم په ساخت كښې دې اصلاحات وكړې شي دغسې چې دا مسئله په مستقل بنيادونو حل كړې شي ٬ د كورونو صارفينو ته د ګاز رسولو ته ته حكومت تر ټولو لومړۍ پاملرنه كوي۔ وزیراعظم ته په دې موقع بريفنګ كښې ووئيل شول په سسټم كښې سرپلس آر اېل اېن جي موجود ده چې ورسره په ګېس لوډ مېنجمنټ كښې د تېر كال په مقابل كښې زيات ښه والے رامخې ته شوے٬ د تېر كال په مقابل كښې سږ كال لوډشېډنګ كم شوے ۔ بریفنګ كښې ووئيل شول د كورونو صارفينو ته سهار 5 بجو څخه د شپې تر 10 بجو ګاز وركړې كېږي٬ پاور سېكټر ته هم ګاز د غوښتنې له مخې وركولې شي۔ بریفنګ كښې دا هم ووئيل شول چې د اېس اېن جی پی اېل شکایتونو حل كولو شرح 93 فيصد او د اېس اېس جی سی 79 فیصد ده۔ په غونډه كښې د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد خان چيمه ٬ د پټروليم وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملک، د وزیراعظم کوآرډینېټر رانا احسان افضل او اړوندو سركاري چارواكو ګډون وكړو۔