د سيدال خان په سوئيلي كوريا كښې د الوتكې پيښه كښې په شوي قيمتي ځاني زيان د ژور غم دړد څرګندونه

image

اسلام آباد۔29دسمبر(اے پی پی) د سېنېټ دوهم چيئرمېن سېدال خان د جنوبي کوریا د الوتكې پېښه كښې په شوي قيمتي ځاني زيان ژور خپګان او افسوس څرګند کړے دے۔ د اتوار په ورځ د سېنېټ سېكرټرېټ له خوا په خپور شوي بيان كښې د سېنېټ دوهم چيئرمېن وئيلي چې مونږ د سوئيلي كوريا اولس او حکومت په غم کښې يو شریک يوو۔ دسېنېټ دوهم چيئرمېن ووئيل دې پېښې ټوله نړۍ خفه كړې ده۔ ده ووئيل مونږ ټولو غمجننيو او ځپليو كورنيو سره د يووالي څرګندونه كوؤ۔ ده ووئيل د پاکستان خلک په پېښه كښې د انساني ژوند له لاسه په تللو زيات خفګان سره مخ دے۔ ده ووئيل زمونږ دعاګانې او خواخوږۍ ځپليو كورنيو سره دي۔ ده زياته كړه چې پاكستان د غم په دې سخت وخت كښې سوئيلي كوريا سره د يووالي څرګندونه كوي۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں