د صدر آصف علي زرداري د بھټو كورنۍ د انسانيت او بې وزلو خذمت ميراث په ځاے ساتلو عزم ٬ په سكھر كښې د ډاكټر ضياﺀ الدين روغتون د كيمپس ستائنه

image

سکھر۔28دسمبر (اے پی پی) صدر آصف علي زرداري وئيلي دي چې د بهټو كورنۍ د اولسي خذمت ميراث به جاري ساتلې شي كوم چې د هېواد د سماجي او اقتصادي بهترۍ لپاره وقف دے۔ ده د ډاکټر ضیاﺀ الدین روغتون سکھر کېمپس د جوړولو ستاینه كولو سره ووئيل دې سره به د سکهر خلکو ته د معیاري روغتیا اسانۍ ترلاسه شي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ په سکهر كښې د ضياﺀ الدين روغتون د كېمپس پرانستې په موقعه وكړه۔ په دې موقعه د سندهـ وزيراعلی سيد مراد علي شاه، د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز احمد بګټي، ډاکټر عاصم حسين، صوبايي وزيران، پارليماني لارښود ٬ د روغتونونو انتظاميه او د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكي موجود وو۔ دستورې ته خپل خطاب كښې صدر آصف علي زرداري د عصري روغتون پرانسته د سکهر او شاوخوا سيمو لپاره يوه انقلابي شېبه وبلله۔ ده ووئيل د ضياﺀ الدين روغتون په سكھر كېمپس كښې د پوهنتون جوړولو ټول مصاريف به د سندھ حكومت پورته كوي۔ ده ووئيل ما په حېدر آباد كښې د ډاكټر ضياﺀ الدين روغتون كېمپس جوړولو له خپله زمكه عطيه كړې ده۔ صدر مملکت په دې خبره هم رڼا واچوله چې روهړی کینال جوړولې شي او په دې لړ كښې به د كال 15 اربه روپۍ مصرف كولې شي۔ ده ووئيل په نړيوال ماركيټ كښې د كاربن كرېډټ تجارت سره ترلاسه كېدونكي فنډز د روهړي كېنال منصوبې لائننګ لپاره كارولې شي۔ ده ووئيل دا روغتون د ډاكټر عاصم حسېن د هغه د كورنۍ لخوا اولس ته د روغتيا د معياري آسانيو برابرولو عزم په ډاګه كوي۔ ده ووئيل ډاكټر ضياﺀ الدين د پاكستان آزادۍ څخه وړاندې د مركزي قانون ساز اسمبلۍ غړے او د قائد اعظم ملګرے ؤ۔ ده ووئيل اوس د د دوئي كورنۍ د دوئي وراثت مخ په وړاندې بيايي۔ صدر آصف علی زرداری د پوهنتون د كېمپس په اهميت رڼا واچوله۔ ده په دې خبره زور راوړو چې اولس ته د روغتيا اعلی آسانۍ وركول زمونږ لومړۍ ترجيح ده۔ ده د دې عزم پخلے وكړو چې پاكستاني اولس لپاره به معياري طبي آسانۍ برابرؤ۔

مضمون کا ماخذ : عمومی کلیدی الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں