په آئیني ترامیم كښې څه غیر آئینی نه كيږي،اپوزېشن ته هم خواست كوو چې په دې اړه تجاویز وړاندې كړي۔اعظم نذیر تارړ

image

اسلام آباد 12 اکتوبر (اے پي پي) د قانون وفاقی وزیر اعظم نذیر تارړ ووئيل آئینی ترامیم كښې څه غير غیر آئینی نه كيږي،اپوزېشن ته هم خواست كوو چې په دې اړه خپل تجاویز وړاندې كړي،د يوې مياشتي راهسې په دې خبره روانه ده۔د خالي په ورځ خصوصی پارلیمانی کمېتۍ غونډي څخه وړاندې پارلیمنټ هاؤس كښې ميډيا سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل مونږ د آئین په دائرہ کار كښې پاتې كيدو سره د يوې مياشتي راهسې په دې آئینی ترامیم خبري اتري كوو،په دې كښې څه هم غير آئینی نه دي۔ده ووئيل ټولي چاري د خبرو اترو د لارې حل كيدے شي،مونږ د آئین په دائرہ کار كښې پاتي كيدو سره ترامیم کوو۔مونږ خو اپوزېشن ته هم خواست كوو چې په دې اړه د خپل تجاویز وړاندې كړي،يواځي تنقید کولو سره معامله حل كيدے نشي۔ ده ووئيل زيات کیسونه د التواء ښكار دي،په عدالتی پريكړو چې څه ډول تنقید كيږي هغه د ټولو په وړاندې دے۔

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا علاقائی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں