په پراخه بنيادونو اصلاحات روان ساتلو ،د ټيكس شرح 13.5 فیصد ته رسولو له لوظي يو ۔ د خزاني وفاقي وزیر د امریکې سفیر سره ملاقات كښې خبرې

image

اسلام آباد 17 اکتوبر (اے پي پي) د خزاني او محصولات وفاقي وزير سینیټر محمد اورنګزیب وئيلي دي حکومت ټیکسېشن، توان او سرکاري ملکیتي ادارو كښې په پراخه بنيادونو د اصلاحات عمل روان ساتلو او د مجموعی قامی پیداوار په تناسب سره د ټيكس شرح 13.5 فیصد ته رسولو له لوظي دے، ټیکس لیکیجز ختمولو او ټيكس نه وركوونكې څانګې د ټيكس نيټ كښې راوستلو له اقدامات کوو۔ ده دا خبره د زيارت په ورځ پاکستان كښې د امریکې سفیر ډونلډ بلوم سره ملاقات كښې په خپلو خبرو كښې وكړه ۔د خزاني وزير ووئيل د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ كښې حکومت اېف بي آر كښې اصلاحات او د بدلون كوټلي منصوبې منظوری وركړې، د اېف بي آر د آئي ټي په څانګه پرال كښې پوهان شامل كړې شوي۔ ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو او په دوه اړخيزه مرسته د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د خزاني وزير ووئيل د کلی معیشت په استحکام كار روان دے،ده د موسمیاتي بدلون او ماشومانو روزنې سختو چیلنجونو حواله وركولو سره ووئيل دې سره عدم مساوات كښې اضافه او مينځنۍ نه تر اوږدې مودې د معاشي پرمختګ او استحکام رفتار متاثره كيدے شي۔ده ووئيل پاکستان د كوټلي پرمختګ اهداف باوري كولو لپاره ترقیاتی شراکت دارو تکنیکي او مالي مرستې سره د موسمیاتی موزونیت په لړ كښې اصلاحات او غذائی كمے لري كولو له د مرستي منتظر دے۔ د امریکې سفیر د کلی میعشت استحکام ښه كولو له د پاكستان د هڅو په خاص توګه ټیکسېشن او توان په څانګو كښې چیلنجنګ او ښه اصلاحات پيل كول وستائېل۔ده تکنیکی او ترقیاتی اقدامات كښې دوه اړخيزه مرسته زياتولو اود پاکستان اقتصادی پرمختګ لپاره د اعلیٰ معیار امریکائي سرمایه كارۍ ته د ودې وركولو په اړه د خپل عزم پخلے وكړو۔

مضمون کا ماخذ : فنکی پھل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں