اسلام آباد 23 اکتوبر (اے پي پي) د کشمير او ګلګت بلتستان چارو او د سفيران وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي چې د 24م اكتوبر ورځ د تاريخي لوظ د تجديد ورځ ده چې مونږ به د هند د غېر قانوني تسلط جمو كشمير اولس ته د خپلواكۍ حق او نصب العين په ترلاسه كولو لپاره خپلې بشپړه هلې ځلې جاري ساتو٬ د آزاد کشمير د77 م تاسيس ورځ په موقع خپل خاص پېغام كښې ده ووئيل په نننۍ ورځ مونږ له د دې لوظ هم تجديد كول دي چې د آزاد کشمير او پاکستان اولس او حكومت به تر ھغه وخته په قلاره نه كېږي تر څو چې د هند د غېر قانوني تسلط جمو و کشمير اولس ته د خپلواكۍ حق ترلاسه نشي۔ ده ووئيل د اته لكه نه زيات هند ځواكونو د موجودګۍ باوجود د كشمير مېړني ځوانان حوصلے او عزم سره پاكستان سره د خپل تړون څرګندونه كوي او د جمو و كشمير په لارو٫ كوڅو كښې او چوكوونو كښې د پاكستان بېرغونه هسك كوي۔ ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف د ملګرو ملتونو په جنرل اسمبلۍ كښې د وېنا په مهال د كشمير په مسئله تفصيلي خبره كړې او په سپينو ټكو ئې خپل موقف وړاندې كړې چې کشميريانو ته د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د خپلواكۍ حق ترلاسه كېدل پكار دي۔ ده د دې عزم هم پخلې وكړو چې د پاکستان حکومت او اولس به د خپلو كشميريانو وروڼو د خپلواكۍ حق ترلاسه كېدو سياسي، سفارتي او اخلاقي حمايت جاري ساتي۔