د جمهوریت استحکام او شفافیت ودي لپاره د صحافت آزادۍ ته اړتيا ده،د پاکستان آئین د رايو څرګندوني آزادۍ او تر معلوماتو رسني حق وركوي۔ لنډمهاله صدر سید یوسف رضا ګیلانی

image

اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي) لنډمهاله صدر سید یوسف رضا ګیلانی ووئيل د جمهوریت استحکام او شفافیت ودي لپاره د صحافت آزادۍ ته اړتيا ده،د پاکستان آئین د رايو څرګندوني آزادۍ او تر معلوماتو رسني حق وركوي،پاکستان د صحافت په آزادۍ او د رايو څرګندوني په آزادۍ كلك باور لري۔لنډمهاله صدر سید یوسف رضا ګیلانی د خبريالانو په ضد په جرمونو استثنیٰ ختمولو نړيوالي روځ په موقع د ایوان صدر میډیا ونګ د اړخه جاري شوې د خالي په ورځ بیان كښې ووئيل د خبريالانو تحفظ کولو نه غير د صحافت د آزادۍ تحفظ ممکن نه دې، خبريالان په مشکل حالاتو او په خاص توګه شخړو او جنګونو كښې رپورټنګ كوي ، د خطر په حالاتو او د جنګ په مهال خبريالان د بېلو خطرو سره مخ كېږي۔لنډمهاله صدر ووئيل خبريالان د سنسرشپ ، تشدد ، دھړكو ،اغواء او قتل په شان خطرو سره مخ كېږي۔ده ووئيل جنګ ځپليو سيمو او په خاص توګه غزه كښې د اسرائیل د بريدونو په نتیجه كښې ګڼ شمير خبريالان وژلې شوي،د ملګرو ملتونو له مخې غزه كښې تر اوسه 130 څخه زيات خبريالان وژلې شوي، اسرائیل د میډیا اداري او خبريالان په نښه كوي۔ لنډمهاله صدر سید یوسف رضا ګیلانی زور راوړو چې نړيواله ورورولي دې اسرائیل د خبريالانو په ضد په جرمونو ځواب وركونكې وګرځوي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے فوائد
متعلقہ مضامین
مزید خبریں