اسلام آباد۔4 نومبر(اے پی پی)د ايران خارجه وزير سيد عباس عراغچي به په دوه ورځنۍ دوره(نن)د ګل په ورځ پاكستان ته رارسي۔د خارجه دفتر وياندې لخوا د ګل په ورځ جاري شوي بيان له مخې د ايران خارجه وزير به د خپلې دورې په مهال وزيراعظم محمد شهباز شريف او نائب وزيراعظم/خارجه وزير سېنېټر محمد اسحاق ډار سره ملاقاتونه كوي۔خارجه وزير عراغچي به د مينځني ختيز به صورتحال او په دوه اړخيزه اړيكو مشاورت كوي۔بيان له مخې دا دوره د پاكستان او ايران ترمينځه تجارت٬توان او د سلامتيا پشمول پراخه څانګو كښې مرسته او خبرې اترې مخ په وړاندې بوتللو لپاره يوه مهمه موقع وركوي۔