اسلام آباد 05 نومبر(اے پی پی)وزيراعظم د اكتوبر په 26مه نېټه په ايران د اسرائيل د بريد سخته غندنه كولو سره د ايران خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا لپاره د مرستې پخلے كړے۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د ايران خارجه وزير سيد عباس عراقچي په وزيراعظم هاؤس كښې ملاقات وكړو ۔د ايران د خارجه وزير په توګه د پاكستان په وړومبنۍ سركاري دوره خارجه وزير عراقچي ته هركلي وئېلو سره وزيراعظم د ايران سپريم ليډر آيت الله خامه اي او صدر مسعود پيز شكيان لپاره د نيكو خواهشاتو څرګندونه وكړه۔ده د پاكستان ايران سره د ورورولۍ اړيكو لا مستحكمولو له د عزم پخلے وكړو۔د دې نه علاوه وزيراعظم د اعلٰی كچ تبادلې برقراره ساتلو سره سره د شريكې ګټې ټولو څانګو كښې شريكه ګټوره مرسته زياتولو له د خواهش څرګندونه وكړه۔ دغسې په ملاقات كښې د مينځني ختيز اندېښمن صورتحال باندې د خيالاتو څرګندونه و شوه۔د فلسطيني اولس حق خود اراديت او آزاد رياست له منصفانه هلو ځلو كښې د پاكستان د ملاتړ پخلې كولو سره وزيراعظم د فلسطيني اولس په ضد د اسرائيل د روانې نسل كشي كمپائن سخته غندنه او په دې اړه د تشويش څرګندونه وكړه ۔وزيراعظم په غزه كښې سمدستي د جنګ بندۍ په ضرورت٬د دوامداره بشري مرستې وركولو او تر ټولو زيات فلسطيني اولس ته د حق خود اراديت ناقابل تسنيخ حق د كوم چې هغوي ته د ملګرو ملتونو او او آئي سي اړوند قراردادونو ضمانت وركړے په وركولو هم زور راوړ و۔وزيراعظم په 26مه نېټه كال 2024 په ايران د اسرائيل د بريد سخته غندنه كولو سره د ايران خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا له د مرستې هم پخلے وكړو ۔د ايران خارجه وزير د پاكستان په اصولي دريځ د وزيراعظم مننه وكړه او هغه يې د منطقې صورتحال په اړه د ايران نقطه نظر نه خبر كړو۔